پښتني جامې د نړې په کچه د پراخیدو په حال کې دي
خبریال اداره: پښتني جامي چې یو مهال یوازي پښتنو نجونو اغوستي اوس د غیر پښتنو قومونو د نجونو تر منځ په پراخه کچه مود شوي او د خپریدو په حال کې دي. دغه جامې تر دې دمخه یوازي د پښتنو قومونو تر منځ د خوښیو په مراسمو کې ډیري کارول کیدلي.
خو اوس هزاره، تاجک او نور قومونو هم په پراخه کچه د دغو جامو اغوستو ته مخه کړي ده.
دغه جامي چې خورا زړه را ښکونکي او لرغوني دي په بیلا بیلو ډیزاینونو په انلاینه توګه اوس د موندلو وړ دی.
په اروپا کې د یادو جامو یوه خرڅونکي محمد غیاث خبریال ته وویل چې دا جامي اوس د پنجابي او نورو هغو جامو ځای نیولی کومي چې به تر دې دمخه د نورو قومونو نجونو کارولي.
محمد غیاث وایي دوي دومره ډیر فرمایشات لري چې حتی اوس ورته رسیدلای نه شي.
یادي جامي د افغانستان دننه په اصیله توګه جوړیږي او بیا د امریکاُ استرالیا او اروپا هیوادونو ته استول ګیږي.
ویل کیږي چې یادې جامي د تلویزیوني خپرونو د ویندویانو له لوري تر اغوستلو وروسته د خلکو پام ځان ته اړولی او په پراخه کچه اوس کارول کیږي.
د افغاني جامو بیه هم مناسبه او هم ډیر زړه را ښکونکي ده.
یادو جامي اوس د افغان غیر پښتنو سندرغاړو تر څنګ د ټولنیزو رسنیو د اغیزمنو څیرو له لوري هم په پراخه کچه کارول کیږي او کاروباریان یي له خپریدو ډير خوشهاله او پري فخر کوي.
میرویس جلالزی
Comments are closed.