The news is by your side.

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۰ تازه پېښې ثبت شوې

خبریال وېب پاڼه/د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې په تېره شپه او ورځ کې د ټول هېواد په کچه ۷۰ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزرات د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د عامې روغتیا وزارت ټولو لابراتوارونو ته شاوخوا ۵۴۲ نمونې ور وړل شوې وې چې له ډلې یې ۷۰ مثبتې او پاتې ۴۷۲ منفي بلل شوې دي.

په دغو تازه مثبتو پېشو کې ۳۱ له کابل، ۲۲ له کندهار، ۳ له غزني، له وردګو، کنړ، ننګرهار او نیمروز ولایتونو څخه دوې دوې او له فاریاب، ارزګان او بغلان څخه بیا یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده، چې په ټول هېواد کې د مجموعي مثیتو پېښو شمېر هم ۷۸۴ کسانو ته لوړ شو.

تېره اونۍ د افغانستان لپاره د کرونا د مثبتو پېښو یوه سخته هغه وه چې له شاوخوا ۲۰۰ څخه تر څه ۸۰۰ پورې کسان په دغه وبا ناروغۍ اخته شوي دي.

هرات چې د کرونا له امله د مثبتو پېښو په سر کې قرار لري، ولسمشر اسرف غني په خپل تازه اقدام کې دغه ولایت کې ګرځبندیز نور هم غځولی دی. نوموړي د یو ویډیویي کانفرانس له لارې د هرات ولایتي چارواکو ته لارښوونه کړې چې په دغه ولایت کې دې د کرنتین موده وغځول شي.

که څه هم په ښکاره د غځول شوي کرنتین موده په ډاګه شوې نه ده خو تر دې وړاندې د کابل والي په دغه ښار کې د دوو نورو اونیو لپاره ګرځبنیز غځولی ؤ.

هرات د هېواد په لویدیځه څنډه کې پروت ولایت دی چې په لومړي ځل په کې د کرونا مثبته پېښه ثبت شوه او تر اوسه د تول هېواد په کچه د کرونا د زیاتو مثبتو پېښو شاهد دی. تېره اونۍ که څه هم د ځینو ولایتي روغتیا پالو په وینا په دغه ولایت کې د یو شمېر ناروغانو روغتیا د ډاډ وړ ښودل شوې وه خو په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو په زیاتېدو سره دلته هم د کرنتین موده غځول کېږي.

کرونا وبا تر اوسه د هېواد شاوخوا ۲۶ ولایتونو ته رسېدلې ده او د ټولو هېوادوالو په ژوند یې منفي اغېز کړی دی.

هخوا په کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د کویډاـ۱۹ لپاره خانګړي شوي روغتونونه د درملونو او د کرونا د تشخیص د کېټونو له کمښت سره مخ شوي دي.

په ټوله نړۍ کې بیا د کرونا مثبتې پېښې تر دوه ملیونه هم واوښتې. په دې کې بیا په نړیواله کچه له ۱۲۶ زرو زیات کسان وژل شوي هم دي چې لویه برخه یې له امریکا څخه دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance