The news is by your side.

“له پوځي حضور پرته افغانستان کې القایده ځپلی شو”

خبریال وېب پاڼه/د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په خپلو تازه څرګندونو کې مني چې په افغانستان کې لا هم القایده شته ده.

نوموړي په افغانستان کې د القایده پر شتون اقرار وکړ خو زیاتوي چې شمېر یې ډېر کم دی او دوی کولی شي په دغه هېواد کې له پوځي حضور پرته دوی وځپي. پمپیو زیاتوي چې طالبانو هم ورسره ژمنه کړې چې له القایده سره به اړیکې پرې کوي او پر وړاندې به یې اقدامات کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وروسته له هغه د وینا کوي چې تازه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیزاد د ناټو د قومندان سکاټ مېلر په ملتیا د پاکستان د پوځ له مشر سره کتلي دي. په دغه لیدنه کې چې ویل کېږي د افغانستان سوله یې د بحث موضوع وه، له پاکستاني لوري څخه د همکارۍ غوښتنه شوې ده.

په ظاهره د پاکستان پوځي مشرانو هم منلې ده چې په افغان سوله کې به هر راز مرسته کوي او د دغه هېواد د روانې کشالې سوله ییز حل ته ژمن دي. تر هغې وړاندې جنرال سکاټ مېلر او زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له مرستیال مشر ملا برادر سره هم کتلي وو او ورڅخه یې د سولې د شوې هوکړه لیک د پلي کېدو غوښتنه کړې وه.

په ورته وخت کې د ناټو سر منشي سټولېټنبرګ هم پر طالبانو غږ کړی چې د سولې توافق ته د ژمنتیا په پار دې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي او له امریکا سره د سولې شوې هوکړې ته دې خپله ژمنتیا ثابته کړي.

طالبان سره له دې چې په ډېری ولایتونو کې د کرونا وبا خپره شوې ده، خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی. حکومت او نړیوالو سازمانونو په وار وار په دغه وسلواله اورپکې ډله باندې د تاوتریخوالي د کمولو او اوربند غږ وکړ خو یوه ته یې هم مثبت ځواب نه دی ویلی.

د راپورونو له مخې د امریکا او طالبانو تر منځ له شوې هوکړې را وروسته په هېواد کې شاوخوا ۸۳ ملکي وګړي وژل شوي او تر سلو زیات ټپیان شوي هم دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي چې لا هم په افغانستان کې ځینې کړۍ شته چې د دوی پر وړاندې د بریدونو پلان لري خو زیاتوي چې دوی دا هر څه له نیږدې څاري او پرې به نه ږدي چې څوک د امریکا د ځایي فعالیتونو پر وړاندې خنډ شي. طالبانو له شوې هوکړې وروسته په امریکایي ځواکونو او د دوی پر بنسټونو هر راز بریدونه درولي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance