The news is by your side.

فرا کې د ترهګریزو فعالیتونو مخنیوي لپاره نوې هڅې

خبریال وېب پاڼه/ د فراه ملي امنیت مشر وایي، د پوځي مرکز رامنځته کېدو سره به په دې ولایت کې امنیتي وضعیت ښه والی ومومي.

فراه ولایت کې سیمه اییزو چارواکو د ترهګریزو فعالیتونو مخنیوي لپاره یو پوځي مرکز رامنځته کړی.

دغه ولایت کې امنیتي چارواکي په دې باور دي، چې فراه ولایت کې ټولې برمته کیدنې، هدفي وژنې او ماینونو ځای پر ځای کول د دغه ولایت مروارید کلي څخه پلانوي.

د فراه ملي امنیت رییس وایي، د دغه مرکز رامنځته کېدو سره به د دغه ولایت امنیتي وضعیت ښه والی ومومي.

د فراه ولایت په مروارید کلي کې یوه لویه پوځي اډه جوړه شوې ترڅو د تروریستي فعالیتونو مخه ونیول شي.

د دې ولایت امنیتي چارواکي په دې باور دي چې ټولې هدفي وژنې د مروارید له کلي څخه تنظیمیږي.

د فراه د ملي امنیت رییس عبدالصمد شمس ډاډ ورکوي، چې د پوځي اډې په جوړولو سره به د فراه امنیتي وضعیت ښه شي.

د فراه ولایت امنیتي ځواکونو د مروارید کلي کې د خوندي چاپیریال رامنځته کولو لپاره چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

په ورته وخت کې د فراه ولایتي شورا یو شمېر غړي د نظامي قرارګاه له جوړیدو هرکلی کوي.

په فراه ولایت کې د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره یوه پوځي اډه په داسې حال کې جوړیږي چې طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې خپل بریدونه ګړندي کړي دي او د امنیتي ځواکونه پر وړاندي جنګیږي.

امنیتي چارو شنونکي په دې باور دي، تر هغې چې پولیس او پوځ پر ملي روحیې سمبال نه شي په افغانستان کې به نا امني همداسې دوام پيدا کړي.

په ورته وخت کې تېره ورځ د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د پوځي تحرکاتو په ترڅ کې د غوړکي سیمه د مخالفینو له شتون څخه پاکه او وسلې او مهمات یې امنیتي ځواکونو تر لاسه کړل.

د ننګرهار والي په مشرۍ د نظامي شورا د پرېکړې له مخې د مومندرې ولسوالۍ په غوړکي سیمه کې د تهدیدونو د لمنځه وړلو، پوستو جوړولو او امنیتي ساحې د پراخوالې په موخه نظامي تحرکات ترسره شوي دي.

په دې تحرکاتو کې د ملي اردو، سرحدي ځواکونو، ملي امنيت، ملي پولیسو، سيمه اييزو پولیسو او د سيمې ولسي پاڅون کوونکو ګډون درلود.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، چې د مومندرې ولسوالۍ غوړکي سيمې څخه د دې ولايت ختيځې سيمې له کلونو راهیسې تهديد لاندې وې، وسله والو مخالفينو پټن ځايونه جوړ کړي و، پر پوستو یې د بريدونو سربېره د تورخم – جلال اباد په لويه لار غلاوې او شوکونې کولې.

ښاغلی مياخېل وايي، چې درې ورځې وړاندې يې د دې ولايت د ختيځو سيمو امنيت ټينګښت په موخه په مومندرې ولسوالۍ کې کمربند پراخه کړ چې له امله یې د دښمن څخه ګڼ شمېر وسلې هم په سیمه کې پاتې دي.

دوی وايي چې د يادو چاڼيزو عملياتو پر مهال يې بېلابېل ډوله وسلې ترلاسه کړي او د مخالفينو جسدونه هم په سيمه کې پراته دي.

د امنيتي ځواکونو يادو قوماندانانو همدا راز وويل، چې د وسله والو مخالفينو په بريد کې دوه سرتيري هم په وژل شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance