منظور پشتین ټولو پښتنو ته د کرنتین کېدو بلنه ورکړه
خبریال وېب پاڼه/د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په ټولو پښتنو غږ کړی چې په کورونو کې تم شي او ځان د کرونا له وبا څخه په امان کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه محبوب مشر چې په وروستیو کلونو کې یې له لر او بر سربېره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپل شرافت، انسانیت دوستۍ او بشري حقونو په پلوۍ کې نړیوال شهرت او مینوال پیدا کړي دي، په ټولو پښتنو غږ کوي چې له کرونا سره د مبارزې په خاطر په کورونو کې تم شي.
نوموړی په یوه ۲ دقیقه یي ویدیو کې د کرونا ویروس په هکله غږیږي او د دغې وبا په اړه وقایوي لارښوونې کوي.
د یادونې وړ ده چې د کرونا آفت په راتلو سره د پښتون ژغورنې غورځنګ ټول فزیکي فعالیتونه هم په ټپه درېدلي دي خو د ټولنیزو رسنیو له لارې اوس هم د پښتنو د یووالي لپاره وخت نا وخت د دغې غورځنګ د مشرانو لخوا خپرونې کېږي.
شاوخوا دری کاله وړاندې کله چې په کوزه پښتونخوا کې د پاکستانۍ څارګرې ادارې لخوا د نجیب مسید په نوم یو پښتون او د بشري حقونو فعال په شهادت ورسېد، هماغه وخت د منظور پشتین تر مشرۍ لاندې د کوزې پښتونخوا پښتانه سره منسجم شول او د پاکستان له ترهګر سالار ریاست څخه یې په کوزه پښتونخوا او وزیریستان کې د بشري حقونو د نه پای مال کولو او دغه راز د دوی د ګڼو ورکو شویو عزیزانو د را پیدا کولو نارې پیل کړې.
په ډېره کمه موده کې په ملیونونه پښتانه د منظور تر مشرۍ لاندې سره منسجم شول او د لوی افغانستان پښتنو ته یې د حق غوښتنې سنګر ونیو. د پاکستان ریاستي نظام که څه هم له هرې شومې لارې کار واخیست چې دغه بشر دوسته او د خپلو حقونو د غوښتنې په جنون مسته حلقه ړنګه کړي او یو ډول سیاسي انفجار په کې وکړي، خو بریالي نه شول او د پښتون ژغورنې د مشرانو له ځورولو سره سره یې د دوی فعالیتونه کم رنګ نشوی کړای.
د کرونا له آفت له راتګ وړاندې منظور پشتین هم د پنجاب ریاست بندي کړ خو څه موده وروسته یې بېرته خوشی کړ.
منظور پشتین په خپلو څرګندونو کې د کرونا وبا له امله د نړیوالو تلفاتو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې په کار ده د کرونا ځپلو سیمو ته له تګ نه دې ټول خلک ځان وساتي او د روغتیا پالانو لارښوونې دې تعقیب کړي. نوموړي که څه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالیتونو په هکله یادونه نه ده کړې خو زیاتوي چې د ځمکې په سر دا ځپل شوی پښتون دې نور له خپل ژوند سره زیات خیال ساتي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.