The news is by your side.

د کندهار ډاکترانو ته د چینایي هغو ویډیویي لارښوونې

خبریال وېب پاڼه/د چین له ووهان ښار څخه روغتیا پالان د ویډیویي کانفرانس له په کندهار کې له ډاکترانو خپلې تجربې شریکوي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست وایي چې د کرونا وبا د مخنیوي له پاره د ګاونډي هېواد چین د ډاکترانو له تجروبو کار اخلي. دغه ډاکتران د چین له ووهان ښار څخه دي چې د ویډیویي کانفرانس له لارې کندهار مېشته ډاکترانو ته د دغې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لارې چارې ښیي.

چین هغه هېواد دی چې په لومړي ځل کرونا ویروس په کې وپېژندل شو او په شاوخوا څلورو میاشتو کې یې ټوله نړۍ ونیوله. تېره میاشت د روغتیا نړیوال سازمان کرونا یوه نړیواله وبا اعلان کړه خو تر هغې وړاندې چې دوی یې وبا اعلان کړي، سلو هېوادونو ته دغه ناروغي رسېدلې وه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ له همدې امله چې د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا وبا په قابو کولو کې ناغېړي کړې ده، خپلط مرستې بندې کړې او زیاته یې کړه چې دوی به د روغتیا نړیوال سازمان د چارو ارزونه کوي. په ورته وخت کې یو شمېر هېوادونو او نورو نړیوال سازمانو د ټرمپ دا کار وغانده او دا یې د روغتیايي بنسټونو سره سیاسي او توپیري چلند وباله.

د کندهار ولایتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د کویډاـ۱۹ روغتون هم بېرته فعالیت پیل کړی دی او د چین په ووهان ښار کې یې د یوه روغتون له ډاکترانو سره په اړیکه کې دي او دوی به خپلې تجربې ورسره شریکوي.

دوی په ټولنیزو رسنیو کې د هغو ویدیو ګانو چې د کرونا د ناروغانو ادعا ورباندې شوې ده، ردوي او زیاتوي چې په دغه ولایت کې د کرونا له امله څوک وفات شوي نه دي. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ولایت کې ۳ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي چې مجموعي شمېر یې ۹۳ ته لوړ شو او په ټول هېواد کې بیا د کرونا مثبتې پېښې ۷۸۴ ته لوړې شوې دي. له دې ډلې ۲۵ کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی او ۴۳ نور بېرته ورڅخه رغېدلي دي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس محمد اشرف نادري وایي له خورا زیاتو هلو ځلو وروسته مو د چین د زر بیستریز روغتون ډاکتران پیدا کړل او دا دی اوس د کندهار له ډاکترانو سره هغه مشورې او لارښوونې شریکوي په کومو چې دوی په خپل هېواد کې کرونا ویروس مهار کړ. کندهار کې د کویډاـ۱۹ روغتون ډاکتران د چین د روغتیا پالانو له لارښوونو راضي دي او وایي چې ټول یې پروفیسوران او مختصصین دي.

د چین ډاکترانو تر دې وړاندې په پاکستان کې هم له ډاکترانو سره خپلې تجربې شریکې کړې وې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.