The news is by your side.

یوه راضاکاره متخصص ته د فعالیت اجازه نه ورکول

خبریال وېب پاڼه/د راپورونو له مخې د کرونا پر وړاندې د مبارزې مرکزي لابراتوار د دغې ناروغۍ یوه متخصص ډاکتر ته د رضاکاره کار اجازه نه ورکوي.

د سیف الرحمن په نوم دغه متخصص ډاکتر ادعا کوي چې د عامې روغتیا وزارت ورته د مالیکولر بایلوجېست په توګه د کار اجازه نه ده ورکړې، نوموړی زیاتوي چې ده غوښتل پرته له کومې حق الزحمې په دې برخه کې فعالیت وکړي او هېوادوالو ته د خدمت جوګه شي، خو د مرکزي لابراتوار مشر اجازه ورکړې نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې په ټول هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې تر ۷۸۴ پورې رسېږي او شاوخوا ۲۶ کسان د دغې وبا له امله وژل شوي هم دي.

نن د کابل په افغان جاپان روغتون کې یوه ډاکتر هم د کرونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا په تېرو دوو اونیو کې د ډاکترانو له ډلې دریمه قرباني ده. ویل کېږي د اقبال عمري په نوم دغه ډاکتر د شینوزاده روغتون د جراحۍ برخې متخصص ؤ.

په هېواد کې د کرونا له امله د ډاکتران مړینې ډېری روغتیا پالان اندېښمن کړي دي او په دې سختو شرایطو کې یو شمېر ډاکتران په دې هڅه کې دي چې له خپلو کورنیو سره ځانونه کرنتین کړي.

خو په ورته وخت کې د حکومت روغتیایي ټیمونه د رضاکاره ډاکترانو په کار محدودیت لګوي چې دا خپله د ژورې اندېښنې وړ دي. تر دې وړاندې په ننګرهار کې هم وه لندن مېشتي ډاکتر د دغه ولایت والي ته د رضاکاره چوپړ وړاندیز کړی ؤ چې د شاه محمود میاخېل لخوا یې هرکلی شوی ؤ.

تېره ورځ به سروبي کې هم د کرونا له امله د تلفاتو خبره رسنیزه شوه. دولت یې تر اوسه په اړه بشپړ جزیات نه دي خپاره کړي خو په دغه ولسوالۍ کې یې د یو شل بیستریز روغتون د پرانیستلو خبر ورکړ.

کرونا اوس په یوه نړیوال ناورین بدل شوی چې ډېری هېوادونو په خپلو ټولنو کې د کرنتین مودې وغځولې. تر اوسه په ټوله نړۍ کې د کرونا له امله تر دوه ملیونه زیات کسان اغېزمن شوي دي او په دې ډله کې تر ۱۲۶ زرو زیات کسان وژل شوي هم دي. امریکا د قربانیانو او په کرونا د زیاتو اخته شویو هېوادونو په سر کې ځای لري.

په دغه هېواد کې تر ۶۱۴ زرو زیات کسان په کرونا اخته دي او تر ۲۶ زرو زیات یې وژل شوي هم دي. یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې تر ۲۲۰۰ زیات کسان کرونا وبا وژلي دي. اروپا کې ایټالیا، اسپانیا، فرانسه، بریتانیا او جرمنی له کرونا څخه زیات اغېزمن شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.