The news is by your side.

تېره میاشت ٤٥٠٠ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوي

خبریال وېب پاڼه/ په تېره یوه میاشت کې د هېواد په اتو ولایتونو کې ۴۵۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوي.

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت کلیوالي سیمو ته د اوبو رسولو ملي پروګرام له لوري د روان کال په تېره میاشت کې د هېواد په اتو ولایتونو د بامیانو په مرکز، د خوست ولایت په مرکز متون، تڼيو، علیشیرو او تریزیو ولسوالیو کې، د کندوز ولایت په دشت ارچي او امام صیب ولسوالیو کې، د کندهار ولایت په پنجوايي او ډنډ ولسوالیو کې، د ننګرهار ولایت په کوټ او کوز کونړ ولسوالیو کې، د کونړ ولایت په اسمار ولسوالۍ کې، د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې او د پکتیا ولایت په احمد خېلو ولسوالۍ کې د څښاک او کرنیزو ځمکو د اوبه خور په برخه کې ۲۵ پروژې پلي شوي، چې ارزښت یې څه باندې ۶۲ ميليونه افغانۍ و او ۴۵۰۰ کورنیو ته یې د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.

ننګرهار ولایت کې هم رغنیزې پروژې پیل شوي دي.

د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت بولډروال جوړیږي.

د ننګرهار ولایت کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست او د کامې ولسوالۍ د ډاګ میرزاخېلو پرمختیایي شورا ترمنځ د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه بولډر وال د جوړېدو هوکړه لیک لاسلیک شو چې ژر به یې عملي چارې پیل شي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس انجینر امان الله میاخېل وویل دغه بولډر وال د کلیو پراختیا وزارت د سیمه اییزې پراختیا پروګرام له بودیجې څخه، څه د پاسه ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي چې د کامې ولسوالۍ د ډاګ میرزاخیلو، قطب خېلو او کوز میرزاخېلو په سیمو کې نږدې ۱۲۰۰ جریبه ځمکه د سیلابونو له ګواښ څخه وژغوري.

د قرارداد د لاسلیک پرمهال د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا رییس له اړونده قراردادي شورا څخه غوښتنه وکړه چې د کار کیفیت او کمیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د پروژې ټولې چارې د پروپوزول د مشخصاتو مطابق ترسره کړي.

بل خوا بیا په خاص کونړ ولسوالۍ کې د صنعتي پارک لپاره ۱۰۰ جرېبه ځمکه په نښه شوه.

د ولایت مقام په هڅو د ولسمشر غني د ځانګړي حکم په اساس، د ښار جوړولو او ځمکو ریاست
لوري د نوي ستراتیژیک پلان له مخې په خاص کونړ ولسوالۍ کې د صعنتي پارک د جوړولو لپاره په لومړۍ نمبر دولتي قطعه کې ١٠٠ سل جریبه دولتي ځمکه په نښه او GPS شوه چې د قانوني مراحلو وروسته به د صنعت او تجارت ادارې ته د پانګونې جلب او فابریکو جوړولو په موخه په واک کې ورکړل شي، دغه هڅې دوام لري او په څو نورو ولسوالیو کې به هم د صنعتي پارکونو لپاره ځمکې ځانګړې شي.

په پام کې ده چې په یاد صنعتي پارک کې به د مختلفو وړو او لویو فابریکو او کار ځایونو جوړولو ته د زمینې په برابرولو سره سلګونو خلکو ته دایمي او موقتي کاري فرصتونه رامنځته شي.

لمریزې برېښا پر مټ د ځمکو خړوبولو پروژو دیرش سلنه چارې بشپړې شوې.

د څلورو سولر پمپونو پرمټ د ۴۰۰۰ جرېبه ځمکو خړوبولو دغه پروژې چې کرنې وزارت ۹۱,۲میلیونه افغانیو په لګښت د کونړ په سرکاڼو، نرنګ او مرورې ولسوالیو کې پیل شوي، ۳۰ سلنه چارې بشپړې شوې.

یادې يروژې چې د ولایت مقام او کرنې ریاست مسؤولینو په هڅو پیل شوي، پرمټ به د مرورې، سرکاڼو او نرنګ ولسوالیو په ډاګونو کې څلور زره جرېبه للمي ځمکه خړوب شي.

د کونړ والي وایي د دغو پروژو موخه به یوازې د للمي ځمکو خړوبول نه وي بلکې ترڅنګ به یې دلته نوي باغونه ایجاد او باغدارۍ سکتور ته به پراختیا ورکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.