The news is by your side.

لغمان کې د غالیو او ټغرونو تولیدات

خبریال وېب پاڼه/ په لغمان ولایت کې په تېره یوه میاشت کې ۴۴ غالۍ او ټغرونه تولید شوي دي.

لغمان ولایت کې د کليوالو ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرام له لوري تېره میاشت ۴۴ غالۍ او ټغرونه تولید او مارکېټ ته وړاندې شوي.

د لغمان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مجیب الرحمن ضیا وایي، چې د کليوالو ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرام په چوکاټ کې یې د لغمان په مرکز او قرغیو ولسوالۍ کې ۳۷۰ تنو راستانه شویو کډوالو کورنیو باندې د غالیو کارګاوې ویشلي چې تېره میلادي میاشت کې ۴۴ د مختلفوو سایزونو غالۍ او ټغرونه اوبدل شوي دي.

ضیا وویل، چې مارکېټ ته ددغو وړاندې شویو غالیو او ټغرونو مجموعي قیمت تر۴۰۵۲۹۶ افغانیو پورې رسیږي.

نوموړی وایي، دغه چارې ورځ تربلې مخ په پراخېدو دي او هره اوبدل شوې غالۍ او ټغر په مارکېټ کې په خورا ښه او لوړه بیه پلورل کیږي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس زیاتوي چې د غالیو د اوبدلو سره د ډیرو کورنیو اقتصادي ستونزې حل شوې دي.

په ورته وخت کې هېواد ته را ستانه شوې کورنۍ له بېلابېو ستونزو سره مخ دي، چې اساسي ستونزې یې بېکاري او کمزوری اقتصادي وضعیت دی.

په دا وروستیو کې د هېواد د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د راستنو شویو کورنیو مېرمنو او یو شمېر کلیوالو مېرمنو لپاره د کلیوالو ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرام په چوکاټ کې بېلا بېل پروګرامونه پر لاره اچول شوي. چې د ګوتو په هنر یې لاسي توکي جوړ کړي او مناسبو بازارونو ته یې وړاندې کړي دي.

په دې توګه به د کلیوالي مېرمنو د ګوتو د هنرونو پایلې ان تر نړیوالو بازارونو ورسیږي او لږ و ډېر عاید به تر لاسه کړي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، له دې پروګرام یې موخه د کلیوالي او پر کور د ناستو مېرمنو پیاوړي کول دي، تر څو د کورنۍ د اقتصاد په پیاوړتیا کې اغېزمن رول ولري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance