The news is by your side.

روغتیا وزارت کې حساس بدلونونه راغلي

خبریال ډاټ کام: د افغانستان مشرتابه دروغتیا په وزارت کې پراخ بدلونونه رامنځ ته کړل.

دا تغیرات پر داسي مهال راځي چې افغانستان د کرونا په نامه د اوبا له یوې خطرناکي څپې سره جنګیږي.

.د روغتیا وزارت سرچیني وايي چې دغه تغیرات د ولسمشر د نارضایتۍ وروسته رامنځ ته شوي دي

په نویو بدلونونو کې په یوه وار دری معینان له دندو ګوښه کړای شوي او نوي یي پر ځای ګمارل شوی دي.

د یادو دریو معینانو چې دوه یي میرمني دي د ګوښه کولو اصلي لامل د کرونا تباه کونکي ناروغۍ پر ضد په جګړه کې پاتي راتلل او غفلت ښودل شوی.

لري کړای شوي مرستیالان هر یو فدا محمد پیکان، داکتر ماموسۍ زیور او ډیوه صمد دی.

د دغو دریو پر ځای ډاکتر شفیق شهیم، ډاکټر بشیر احمد نورمل او ډاکټر وحید مجروج ټاکل شوي دي.

یوې سرچیني چې نه یي غوښتل نوم یي واخیستل شي خبریال ته وویل چې نوی ګمارل شوی معین ډاکټر شفیق شهیم اوسني وزیر فیروزالدین فیروز ته نږدې کس دی او له دغې دندې دمخه د وزیر له لوري یوه بل ریاست باندي لګول شوی وو.

میرویس جلالزی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.