روان کال په یو شمېر سیمو کې د بادامو بڼونه جوړیږي
خبریال وېب پاڼه/ هېواد کې د بادامونو د بڼونو د زياتوالي هڅې
په روان ۱۳۹۹ه ش کال کې به په دایکنډي، کندوز، سمنګان او ارزګان ولايتونو کې د بادامو نوي بڼونه جوړ شي.
کرني اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي سږ کال په دایکنډي، کندوز، سمنګان او ارزګان ولايت کې د بادامو نوي بڼونه جوړېږي.
د دې وزارت مسؤولينو ويلي چې ټاکل شوې، سږ کال په دایکنډي، کندوز، سمنګان او ارزګان ولايت کې د بادامو نوي بڼونه جوړ شي او د دې بڼونو له جوړېدلو سره به په هېواد کې د بادام توليدات نور هم زيات شي.
بادام د افغانستان هغه توليدات وچه مېوه ده، چې نورو هيوادونو ته زيات صادرېږي.
بل خوا بيا په هېواد دننه د بادام ګل جشن د کرونا ويروس له امله ترسره نه شو.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسؤولینو ویلې و، چې ۱۳۹۷ پر تله تېرکال د دایکندي په ولایت کې د بادامو حاصلات ۴۰ سلنه زیات والی موندلی و.
د دغه وزارت د اټکل له مخې سږکال په دایکندي ولایت کې بزګرانو شاوخوا پنځویشت زره ټنه بادامو حاصل ټول کړي دي.
د دایکندي ولایت بزګران وايي ۲۴ ډوله بادامو حاصل اخلي، چې ستاربايي راټولول قیمتي حاصل ګڼل کیږي، چې یو من یې په بازار کې تر شپږ زرو افغانیو پلورل کیږي.
په افغانستان کې د دایکندي او سمنګان هغه ولایتونه دي چې د هیواد د نورو ولایتونو پرتله په کې زیات بادام تولیدیږي.
مخکې له دې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلې و، چې د تېر کال په تېره سپټمبر میاشت کې د لس میلیونه ډالرو په ارزښت افغاني محصولات د هوايي دهلېزونو له لارې بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
چې یاد افغاني محصولات ۵۱۲ ټنه کېږي، په ۸۳ بېلابېلو پروازونو کې د هند، ترکیې، سعودي، چین، بحرین، کویت، انګلستان، متحده عربي اماراتو او اروپا په ګډون ۱۵ مارکېټونو ته استول شوي دي.
د دغه وزارت مسؤولینو په وینا چې بهرنیو مارکېټونو ته په صادر شويو افغاني محصولاتو کې تازه او وچه مېوه، لاسي صنایع او طبي بوټي شامل دي.
چې په تازه مېوه کې، مڼې، انګور، خټکي، زردالو، ناک، انار، وچه مېوه کې، بادام، چهارمغز، پسته، لاسي صنایعو کې، غالۍ، نساجي، تالک او یو شمېر نور محصولات شامل دي.
افغانستان په دې وروستیو کې تر نړیوالو بازارونو د خپلو محصولاتو د رسېولو په هدف له ګڼو هېوادونو سره هوايي دهلېزونه پرانیستل.
د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې ټینګار کړی چې د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا او پر ځان د بسیا کېدو لپاره هڅه کوي، چې افغان سوداګر له نړیوالو پېرېدونکو سره ونښلوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.