The news is by your side.

عامې روغتیا وزیر: زارۍ درته کوم په کور کې پاتې شئ

خبریال وېب پاڼه/ د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فېروز نن یوځل بیا د ولسي جرګې له غړو او ټولوخلکو وغوښتل چې په کورکې پاتې شي.

نوموړي چې ولسي جرګې غونډې ته یې خبرې کولې وویل د ملي شورا غړي د عامې روغتیا وزارت سپارښتنو ته جدي پام نه کوي او دا موضوع د دې لامل کیږي چې خلک هم ورته پام ونه کړي.

د عامې روغتیا وزیر د ولسي جرګې استازو ته وویل، یوځای کېنﺉ او خبرې کوﺉ، چې وکیلان د روغتیا وزارت سپارښتنې نه عملي کوي، خلک یې څنګه عملي کړي.

د خلکو نه همکاري او د روغتیا وزارت سپارښتنو ته نه پاملرنه به د هېواد د خرابۍ لامل شي.

ښاغلي فېروز له خلکو وغوښتل په کور کې پاتې شﺉ او روغتیایي سپارښتنې عملي کړﺉ.

خواهش کوم در نه، زارﺉ کوم درته په کورونو کې پاتې شئ، روغتیایي سپارښتنې جدي ونیسئ او وطن وژغورئ.

ښاغلي فیروز وویل چې په  افغانستان کې د بل هرځای په پرتله د کرونا تلفات لږ دي او که خلک روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي وضعیت به بد تر شي.

بل خوا بیا د ننګرهار والي په افغانستان کې د يونسيف ادارې مرستيالې سره په دې ولایت کې د کرونا ويروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکارۍ ناسته وکړه.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د وري په ۲۷مه ولايت مقام کې په هېواد کې د يونيسف ادارې مرستيالې شيما سين ګوپتا سره په دې ولايت کې د کرونا ويروس سره د مبارزې، وقايې او د طبي سامان الاتو مرستو په موخه ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د کرونا ويروس مخنيوي، وقايې، تدابيرو، قرنطين او بېوزله وګړو سره د مرستو په برخه کې هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.

نوموړي همدا راز په دې ولايت کې د بې کيفيته ډيټول صابون د وېش موضوع او کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې د شته ستونزو او خنډونو څخه يادونه وکړه.

د يونيسف ادارې مرستيالې شيما سين ګوپتا د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل ته د کرونا ويروس مخنيوي په برخه کې د طبي وسايلو د مرستې او روغتيا پالو ته د ټرېنېنګ په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړې همدا راز وویل، چې د بې کيفيته ډيټول صابون ورته د يوې فابريکې له لوري ورکړل شوی، چې پیسې نه ورکوي او په دې برخه کې يې د شته فساد څېړنه پيل کړې.

په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې هغه کسان به د قانون له مخې مجازات شي، چې د جعلي ډيټول صابون په قضيه کې ښکېل شي.

د يادې ناستې پر مهال په ختيځ حوزه کې د پوليو له منځه وړلو بېړنيو عملياتي فعاليتونو د مرکز مسئوول ډاکتر نجيب کاموال او د يوناما ادارې يو شمېر نورو مسئولينو هم ګډون کړی و.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.