The news is by your side.

شینوارو ولسوالیو کې د کورنۍ شخړو څېړنه کیږي

خبریال وېب پاڼه/ د دور بابا او نازیانو ولسوالیو اوسېدونکو ترمنځ د شخړې څېړنه کیږي.

د ولسمشر غني په حکم یو لوړ رتبه پلاوی د دور بابا او نازیانو ولسوالیو کې د کورنیو ترمنځ په دولتي ځمکه د رامنځته شوې شخړې څېړنه کوي.

د ننګرهار ولایت د دور بابا او نازیانو ولسوالیو یو شمېر اوسیدونکو څه موده وړاندې په دولتي ځمکو شخړه وکړه چې له امله یې د نښتې په ترڅ کې دواړو لورو څخه تر ۲۵ تنو پورې مرګ ژوبله واوښته.

د همدې قضیې د څېړنې په موخه د وري په ۲۷مه د ولسمشر غني ستر سلاکار ضیاءالحق امرخیل په مشرۍ یو پلاوی ننګرهار ته په را رسېدو سره د دې ولایت د والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ د ملي امنیت رئيس او امنیه قوماندان سره تر لیدنې وروسته د دې ولایت په کچه د ټاکل شوي پلاوي را پور واورېد.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وايي، په سیاسي او ولسي چارو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ستر سلاکار ضیاءالحق امرخېل په مشرۍ دې څلور کسیز پلاوي کې د سیمه اییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مالي او اداري معین، د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال، د کورنیو چارو وزارت مرستیال او د امنیت شورا استازی برخه لري.

هغه زیاته کړه، د دور بابا او نازیانو ولسوالیو اړوند قضیې په تړاو یې پلاوي سره د امنیتي رهبرۍ او ولایت په کچه د استول شوي پلاوي مالومات او اقدامات شریک کړل.

همدا راز یې د سیمې څخه د لیدنې سهولت او سیمې خلکو سره ورته د ناستې زمینه هم برابره کړه.

د نوموړي په وینا تر څېړنو وروسته به پلاوی خپل را پور د وروستیو اجرأتو په موخه ولسمشر غني سره شریک کړي چې په ترڅ کې به یې قانوني اقدامات وشي.

یوازې په ننګرهار کې دا موضوع نه ده بلکې په پکتیا کې هم د ځمکې پر سر ورته شخړه کې د مېرمنو په ګډون اووه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په دغه شخړه کې ۱۶ ټپیان شوي او ۸ تنه یې وژل شوي.

د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ په وسله واله شخړه کې د دریو مېرمنو په ګډون اووه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ډنډ پټان ولسوال انجنیر عیدمحمد احمدزی ویلي و، د یادې ولسوالۍ د قیمتۍ منګلو او خروټو قومونو تر منځ د ځمکې په سر شخړه راپورته شوې چې د یو لوري لخوا د هاوان مرمۍ وېشتل شوې چې په پایله کې یې یوه مېرمن او دوه ماشومان وژل شوي. دوه مېرمنې او دوه نارینه ټپیان شوي دي.

د ولسوال په خبره وژل شوي کسان د خروټو قوم پورې تړلي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.