The news is by your side.

د ترکیې کنفرانس د افغانستان راتلوونکی دی

خبریال ویبياڼه/ د افغان سولې لپاره به راتلوونکې ورځو کې ترکیه کې کنفرانس جوړیږي خو خورا ډیر مهم د افغانستان د پخلاینې عالي شورا مشر دا کنفرانس د افغانستان لپاره مهم بللی.

د امریکا له لوري وروستي فشارونه، د بهرنیو سرتیرو د وتلو مهال وېش نژدې کیدل د یو شمېر طرحو وړاندې کول د طالبانو ګواښ او داسې نور هغه موارد دي چې د ترکیې جوړیدونکي کنفرانس مواد جوړوي او کیدلای سي چې ټول لوري کوښښ وکړي چې له دې موقع څخه ښه استفاده وکړي ترڅو د افغانستان شل کلنې جګړې ته د پای ټکی کښېښودل سي.

د افغانستان د پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبد الله عبدالله په خپلو تازه څرګندونې د ترکیې کفرانس مهم بللی او زیاته کړې يې ده چې په دې کنفرانس کې به مهم بحثونه ترسره سي.

ښاغلي عبدالله وویل دا کنفرانس به د امریکا د نوې طرحې، ټولشموله حکومت، تر وخت وړاندې ټاکنې او داسې  نورو مواردو او شته ننګونو په هکله بحثونه کیږي هغه دا کنفرانس  د افغانستان راتلوونکي لپاره برخلیک ټاکوونکی و باله.

راتلوونکې اپریل میاشت د طالب، افغان دولت امریکا او افغان سوله کې  د رول ګډو هېوادونو په ګډون د ترکیې استانبول ښار کې لوی کنفرانس جوړیږي چې د افغانستان د راتلوونکې برخلیک ټاکلو لپاره خورا مهمه ده او په دې کفرانس به ټول اړخونه د جګړې ختم او افغانستان پر راتلوونکې باندې بحث وسي.

د امریکا  بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ترکیې کنفرانس له پیل وړاندې د افغان سولې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترکیې او دسیمې هېوادونو ته د خپل سفر لړۍ پیل کړې ترڅو وړاندې تر دي چې کنفرانس جوړ سي د ګډو هېوادونو نظریات واخلي.

امریکا کوښښ کوي چې پر افغان دولت او طالبانو  باندې فشار زیات کړي ترڅو د مي میاشتي را دې خواته د سولې یوې موافقې ته ورسیږي او دې ته زمینه برابره کړي چې بهرني سرتیري له افغانستانه ووزي خو لا هم څرګنده نه ده چې د ترکیې کنفرانس د افغانس سولې لپاره څومره نتیجه ورکړي خو  په عمومي ډول سره دا کنفرانس خورا مهم بلل سوی.

تراوسه پوري د جګړې د ختم لپاره عملي اقدام تراوسه اقدام نه دی سوی خو عام افغانان هیله لري چې جګړې به پای ته رسیږي ش

Comments are closed.