casino siteleri canlı casino siteleri
The news is by your side.

غني: د پاکستان بدپالانونه وه چې سوداګري مو ورسره کمه کړه

خبریال ویبپاڼه/ افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو تازه څرګندونو کې وویل چې له پاکستان سره د هغوی د بدو تصمیمونو له کبله سوداګرۍ کچه کمه سوې او موږ دومره اړتیا نلرو لکه پخوا

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د ځوانانو عالي شورا ته په وینا کې وویل چې افغانستان د خپل موقعیت له نظره خورا غني او ستراتيژیک هېواد او موږ په منځنۍ اسیا کې د یوه څلور لاري حیثیت لرو.

ولسمشر وویل زما تر واکمنۍ مخکې چې به طورخم او سپین بودلدک سرحدونه وتړل سول نو خولې به مو اسمان ته نیولې خو اوس هغه وخت نه دی او موږ منځنۍ اسیا هېوادونو سره ښې سوداګریزې اړیکې لرو.

هغه ځوانانو په خبرو کې وویل چې په نړیوال سیاست کې باید تاسو پوره ونډه واخلئ او بهرنی سیاست مو باید عاقلانه وي هغه ټینګار وکړ، چې زموږ ځوانان چین هند ایران پاکستان او نور سیمه ییز هېوادونه مطالعه کړي او په دې برخه کې تخصص واخلي.

هغه بیا هم ټینګار وکړ چې نور پاکستان ته اړتیا نسته ځکه د هغوی د بد نیت او ناسم تصمیمونو له کبله مو اوس له دریو میلیاردو ډالرو څخه سوداګري یوه میلیارد ډالرو ته رسیدلې او موږ اوس له نورو هېوادونو سره اړیکي لرو.

هغه ځوانانو ته وویل موږ غني یو خو هیڅ له خپلو کانونو څخه خبر نه یو ده وویل د نړۍ په کچه اتلس نادره یا قیمتي کانونه موجود دي له هغې جملې څخه يې د ۱۴ افغانستان درلودونکی دی خوتراوسه ترې استفاده نه ده سوې.

ولسمشر له ځوانانو د پوره پاملرنې غوښتنه وکړه او زیاته يې کړه چې اړتیا ده زموږ ځوانان زده کړو او د بهرنیو هېوادونو مطالعې ته مخه کړي.

ولې پاکستان سره سوداګري کمه سوې

څنګه چې افغان ولسمشر وویل چې د پاکستان ناسم چلند او پلانونه د دې لامل سول چې ورسره سوداګري کمه کړو پاکستان یوازي د افغانانو له اړتیا وو، په استفادې بې کیفیته مواد پر افغانستان پلورل او یوازي پر یوه کوچنۍ فلمه به يې کوښښ کاوه چې افغان سوداګرو باندې ماليې زیاتي او بندرونه وتړي خو له کومې ورځې چې افغانستان پر پاکستان اکتفا کمه کړې د پاکستان راتلوونکې هم له زوال سره مخ سوی

Comments are closed.