The news is by your side.

ولسمشر: د دولت نیمايي ملي عواید غلا کېږي

خبریال وېبپاڼه / ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د هېواد نیمايي ملي عواید غلا کېږي او له امله یې د فقر او لوږې کچه زیاته شوې ده.
ولسمشر غني د ځوانانو عالي شورا د پرانیستي مراسمو کې ویلي چې په حکومتي ادارو کې له دولتي منابعو سمه ګټه نه اخیستل کېږي او د دې پر ځای چې د دولت لپاره په مصرف ورسول شوي، شخصي جیبونو ته ځي.
هغه زیاته کړې چې که د دغو عوایدو د غلا مخه ونه نیول شوي دا به د افغانستان لپاره د خطر زنګ وي او لوږه به ورځ تر بلې لا پسې زیاته شي.
نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان پریمانه طبیعي منابع لري خو دا چې غلا کېږي او مدیریت یې په سمه توګه نه دی شوی، دولتي دستګاه یې کمزورې کړې ده.
ولسمشر غني یو ځل بیا د عوایدو په راټولولو کې پر شفافیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هیڅ راز مالي فساد ورته د منلو وړ نه دی او په کلکه به یې مخه نیسي.
ولمسشر غني داسې مهال د دولتي عوایدو د حیف و میل کېدو خبره کوي چې تر دې وړاندې د یوې نړۍوالې سروې له مخې افغانستان د فاسدو هېوادونو په سر کې واقع شوی اعلان شو.
که څه هم حکومت وار وار ژمنې کړې دي چې د فساد مخه به نیسي، خو تر اوسه په دې برخه کې د پام وړ کارونه نه دي ترسره شوي او لا هم په لوړه کچه فساد کېږي، چې د دولت حیثیت ته یې زیان رسولی دی.
هلته بیا نړۍوالو او په ځانګړي ډول امریکا له افغانستان سره خپلې مرستې د فساد له مخنیوي سره تړلې دي او ویلي یې دي چې که د فساد مخنیوی ونه شي، نو دوی به خپلې مرستې کمې او یا وځنډوي.
د اقتصادي چارو د کارپوهانو په وینا، افغانستان تر جګړې ورهاخوا د چارواکو لخوا د مالي فساد ناوړه کړنو ډېر ځپلی دی او که مخه یې ونه نیول شي، د هېواد راتلونکي ته جدي د خطر زنګ بلل کېږي.
تمه دا ده چې د نوي کال له پیل سره سم د سولې خبرو د بریا ترڅنګ د فساد په مخنیوي کې هم د حکومت لخوا کوټلي ګامونه پورته شي، تر څو نور افغانستان د پردیو له خیرات او مرستو خلاص شي.

Comments are closed.