The news is by your side.

د اوبو دښمن: فاریاب کې پر یوه بند برید کړی

خبریال ویبپاڼه/ د افغانساتن د اوبو تنظیم ملي ادارې په خپل یوه تازه بیان کې ویلي چې د فاریاب ولایت پښتون کوټ ولسوالۍ کې د دهنه درې بند پر ساتوونکو وسلوال برید کړی چې  دریو کسان ته يې مرګ ژوبله اړولې.

د فاریاب ولایت پښتون کوټ ولسوالۍ کې د دهنه درې اوبو بند رغیزې چارې پیل سوې چې ساتوونکې يې له دې سره مخ سوي په دې برید کې د بند دوه ساتوونکې شهیدان او یو بل ژوبل دی محلي چارواکو دا کار د طالبانو بللی خو تراوسه طالبانو څه نه دي ویلی.

افغانستان کې د اوبو دښمن پر دې کوښښ کوي چې د بندو جوړولو برخه کې خنډونه جوړ ویره خپره او د دې حیاتي پروژو د ترسره راوي مخنیوی وکړي  خو لیري نه ده چې د هېواد اوبه به مهار او دښمن به حیران ګوري.

د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د اوبو د مدیریت چارې ګړندۍ سوې او کوښښ کیږي چې په سیمه ییز کچه یو اجماع رامنځ ته او دا ملي  وجبه ترسره سي په دې وروستیو کې د اوبو د مدیریت په برخه کې جدي ګامونه اخستل سوي.

د اوبود تنظیم ادارې د مالوماتو له مخې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې دا مهال د یو زیات شمېر بندونو د رغونې کار روان دی چې چارې يې تر ډیره بریده بریالۍ دي او د دې بندونو په تکمیل سره به د هېواد یوه برخه اوبه چې مخکې نورو هېوادونو او بې ځایه بهېدلې مخنیوی وسي او ساتل سي.

په دې وروستیو کې د کمال خان بند د پرانستې را په دې خوا د هېواد د وګړو له لوري په شعوري توګه د اوبو مدیریت ته پام سوي او له د هغه هڅو ملاتړ کوي چې له مخې  يې د هېواد اوبه مدیریت کیږي.

ګواښونه

افغان ولسمشر محمد اشرف د کمال خان بند د جوړیدولو پرمهال ایران ته وویل چې نورې مفتي اوبه نسته چې سمدلاسه ایران غبرګون وښودی او هیله يې وکړه چې افغانستان په دې برخه کې لازمې همکارۍ وکړي که ایران او نور سیمه ییز هېوادونه په مستقیم ډول غبرګونونه ښيي نو حتمي ده چې په غیري مستقیم ګواښونه او غبرګونونه هم لري

Comments are closed.