The news is by your side.

پاکستاني پوځ د بلوڅانو نسل وژنه پیل کړې

خبریال وېبپاڼه/ د پاکستان پوځ د بلوچستان ایالت د کلاټک له سیمې یو بلوڅ ځوان له ځانه سره بیولې او تر اوسه تری تری تم دی.
ځايي سرچینې وايي، چې دغه ځوان سیدحاصل نومېږي او محصل دی چې له کویټې ښار څخه کراچۍ ته پر لار و او د پاکستان پوځ تښتولی دی.
تر اوسه پاکستاني پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم مالومه ده چې دغه ځوان یې ولې تښتولی دی.
څو ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ لخوا څلور بلوڅ ماشومان هم شهیدان شول چې د دغې پېښې په غبرګون کې دا شپږ ورځې لاریونونه روان دي.
له اوږدې مودې راهیسي پاکستاني پوځيان د بلوڅانو ځوانان، مدني، ټولنیز، سیاسي او ادبي فعالان نیسي، ځوروي او شکنجه کوي یې او ډير کله بیا د پوځ له لوري د وژل شوو بلوڅ ځوانانو جسدونه د پوځ تر واک لاندې سیمو کې پیدا کیږي.
د بشر حقوقو سازمان د راپورونو له مخې تر دې مهاله د پاکستان د پوځ له لوري نږدې ۲۰ زره ځوانان او پیغلې نیول شوي او بیا وژل شوي دي، چې دې چارې د بلوڅ بیلتونپالو وسله والې ډلې غوسه راپارولې او ډير کله د پوځ او ملیشو پر پوستو او موټرونو بریدونه کوي.
پاکستان هڅه کوي چې د بلوڅ ملتپالو د ازادۍ غږ خاموش کړي او بلوچستان تر ابده په خپله بې رحمه ولکه کې وساتي، همدې موخې ته د رسېدو لپاره یې د بلوڅ ملتپالو نسل وژنه پيل کړې او په ډېر بې رحمه شکل وژنې او تښتونې کوي.
بلوڅان هم په کرار نه دي ناست او د پاکستاني پوځ د دغو ناوړه کړنو په غبرګون کې وخت ناوخته د پوځ موټر په نښه کوي چې درنه مرګ ژوبله پکې اړوي.
دوې ورځې مخکې یې هم په دوو بېلابېلو چاودونو کې اووه پوځیان ووژل او درې نور یې مرګوني ټپیان کړي.
بلوڅان ټینګار کوي چې تر هغو یې غوښتنو ته رسیدګي نه وي شوې، دوی به خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکوي او هڅه یې دا ده چې یو خپلواک بلوچستان رامنځته کړي.
بلوچستان د پاکستان تر ټولو غني ایالت دی، ځکه خو پاکستان غواړي چې تر ابده دغه ایالت په خپله ولکه کې وساتي.

Comments are closed.