The news is by your side.

بالاخره مشرانو جرګې د باغي علیپور په اړه غږ اوچت کړ

خبریال وېبپاڼه/ بالاخره مشرانو جرګې د میدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالي کې د نامسووله وسله والو د قوماندان عبدالغني علیپور د وروستي جنایت په اړه غبرګون وښوده.
د دغې جرګې مشر فضل الهادي مسلیمیار ویلي، علیپور ستر جنایت ترسره کړی او باید ونیول شي او په خپله سزا ورسېږي.
هغه په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي، هر څوک چې د امنیتي ځواکونو پر ضد وسله پورته کوي، یاغي او باغي دی او د دې وطن له دښمن سره یې هیڅ فرق نه کېږي.
نوموړي په ټینګار سره ویلي دي چې علیپور باید د خپلو اعمالو په سزا ورسېږي او ژر تر ژره ونیول شي.
د مشرانو جرګې رییس دا هم ویلي دي چې د علیپور جنایت ته باید قومي او سمتي رنګ ورنکړل شي او نه باید د علیپور ملاتړ څوک وکړي.
هغه دغه اشاره د هزاره قوم یو شمېر مشرانو او سیاسیونو ته وه، لکه سرور دانش یا کریم خلیلي او ځینې نور هغه، ځکه علیپور تر دې وړاندې د سرور دانش په ضمانت له بنده خوشې شو، چې بیا یې جنایتونه پیل کړل.
مشرانو جرګه داسې مهال د علیپور د جنایت په اړه غږ پورته کوي چې سلګونه امنیتي ځواکونه دمګړۍ د میدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د علیبور د نیولو په موخه په عملیاتو بوخت دي.
که څه هم علیپور د ځینو کسانو لخوا دا مهال یوه خوندي ځای ته لېږدول شوی خو تېره ورځ د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر جنرال یاسین ضیا وویل چې عليپور نیسي او د خپلو اعمالو په سزا یې رسوي.
دا چې ولې تر اوسه علیپور نه دی نیول شوی، ډېر لاملونه لري، یو لامل یې دا دی چې نوموړی په مرکز کې ملاتړي لري او د دوی لخوا حمایه کېږي، چې په سر کې یې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش دی.
بل عمده لامل دا دی چې حکومت له زورواکو سره د مصلحت له مخې چلند کوي، ټولو ته په یوه سترګه نه ګوري، مثلا که چېرې د بلخ قیصاري، د پنجشیر حمیدخراساني او یو شمېر نورو نامسوول وسله وال نیول شوي وای نن به خلکو د علیپور په نیولو کې خلکو مرسته کړې وای او ژر به نیول شوی و.

Comments are closed.

koi finance