The news is by your side.

رباني د جمهوریت د ملاتړ غونډې مخه نیولې

خبریال وېبپاڼه/ د اسلامي جمعیت ګوند د بېلې شوې ډلې د مشر صلاح الدین رباني لخوا په بدخشان کې د جمهوریت په ملاتړ د جوړېدونکې غونډې مخه نیول شوې ده.
سیمه ییزې سرچینې وايي، غونډې ته نن سهار د بدخشان د مرکز فیض اباد ښار د دولتي هوټل په شهید تالار کې تابیا نیول شوې وه، خو د صلاح الدین رباني وسله والو یې مخه نیولې ده.
د سرچینې په خبره، دغه غونډه د پخواني سناتور کامل بیک حسیني په مشري تر سره کېده؛ مګر د یادې غونډې له پیل وړاندې هوټل د صلاح الدین رباني غیری‌مسول وسله والو محاصره کړی دی.
عیني شاهدان بیا وايي، چې نامسووله وسله والو د غونډې ګډونوال هم شړلي، د ولسمشر غني او د دولت د لوړپوړو چارواکو انځورونه یې تر پښو لاندې کړي او هوټل یې د خلکو پرمخ تړلی دی.
خلک وايي، چې دې وخت کې د صلاح الدین رباني پلویانو شعار ورکولو، چې مرګ په کفري جمهوریت، موږ اسلامي نظام غواړو او اوسنی حکومت هیچاته د منلو وړ نه دی.
دا چې د صلاح الدین رباني کسانو ولې د یادې غونډې مخنیوی کړی، بېلابېلو علتونه لري، یو علت يې دا دی چې صلاح الدین رباني د جمعیت ګوند جلا ډله ځانته جوړه کړې چې د حکومت خلاف له طالبانو سره اوس مهال ښې اړیکې لري.
نوموړی هڅه کوي چې د اوسني حکومت د بدنامي له لارې له طالبانو سره د اسلامي حکومت په منځته راتګ کې مرسته وکړي او خپل ځان هم پکې وویني، چې دا کار یې نه اوسني حکومت او نه د جمعیت ګوند اصلي غړیو ته د منلو وړ دی.
هلته بیا ایران هم هڅه کوي چې صلاح الدین رباني د ځانه خوا ته کش کاږي، تر څو دلته د هغوی د موخو د پوره کېدو په برخه کې ورسره همکاري وکړي او نظام بدنام کړي.
د صلاح الدین رباني په شمول دلته دا ډول کړنې د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا لپاره په زیان تمامېږي او جګړه لا پسې اوږدوي.
اوس چې سولې ته څه ناڅه هیلې پيدا شوې دي پکار دا ده چې سیاسیون له حکومت سره یو ځای دغه دروند بار تر منزله ورسوي، نه د خپلو ګټو لپاره د پردیو د فرمایشونو پوره کول.

Comments are closed.