The news is by your side.

پي‌ټي‌اېم: د پاکستان جابر پوځ بیا پښتین نیولی

خبریال وېبپاڼه/ د پاکستان جابر پوځ یو ځل بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نیولی دی او نامالوم ځای ته یې لېږدولی دی.
دغه خبره د پښتون ژغورنې غورځنګ یو تن غړي عبدالله ننګیال تایید کړې ده او ویلي یې دي چې تر اوسه د پښتین ځای مالوم نه دی.
نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې د منظور د نیول کېدو د ځای او په دې اړه نور جزیات نه لري، خو اوس مهال له پاکستاني پوځیانو سره دی.
بل خوا راپورونه وایي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستاني پارلمان غړی محسن داوړ هم د پولیسو له لوري نیول شوی دی.
د پاکستان رسمي سرچینو او د پښتون ژغورنې غورځنګ نورو غړو تر اوسه د دغو دوو مشرانو د نیول کېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د پاکستاني پوځ لخوا تر دې وړاندې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او مخکښ غړي نیول شوي او بیا بېرته خوشې شوي دي، چې له دې ډلې علي وزیر تر اوسه په بند کې دی.
پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو د حقونو لپاره سپېڅلې مبارزه پيل کړې ده، خو د پاکستان حکومت غواړي دغه غږ خاموش کړي، تر څو پښتانه تر ډېره نور هم په محرومیت کې ژوند وکړي.
که څه هم د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو له ځورونو لاس نه اخلي، خو دغه غورځنګ د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه جاري ساتلې او هیڅکه ورته تسلیم شوي نه دي.
غورځنګ ټینګار کوي چې پاکستاني حکومت د پښتنو حقونه تر پښو لاندې کړي او یوه لحظه یې هم ارام ژوند ته نه پرېږدي.
پاکستان له ډېره وخت د پښتنو او بلوڅان خلاف خپلو ظلمونو ته دوام ورکړی دی چې په مقابل کې یې وخت ناوخته ستر لاریونونه هم ترسره کېږي، چې پاکستاني پوځ ته ستر ګوزارونه ورکوي.
اوس هم د بلوڅ ملتپالو د ماشومانو د شهیدانولو په غبرګون کې د پوځ خلاف لاریون روان دی، خو اسلام اباد ته د دغه لاریون د غځولو مخه نیول شوې ده، چې دا هم په ښکاره د بیان ازادي له اصولو سره ټکر عمل دی او د پاکستان د لا زیاتې ملامتۍ لامل به وګرځي.

Comments are closed.