The news is by your side.

د ترکيي غونډه د څلور لسیزي جګړې برخلیک ټاکي

خبریال اداره:

ټاکل شوي چې تر څو ورځو د ترکیي په استانبول ښآر کې د افغانستان په اړه د سولي برخلیک ټاکونکي غونډه پرانیستل شي.

دغه غونډه کې به د افغانستان د حکومت او سیاسي ډلو او وسله والو مخالفینو تر څنګ د سیمي او نړي ښکیل لوري برخه ولري.

د چارو ادارې یوې سرچیني نن خبریال ویب پآڼي ته وویل چې غونډي ته امریکې دری وړاندیزونه او افغان دولت یو مهم وړاندیز لري.

ویل کیږي چې اروپايي ټولني او ملګرو ملتونو لا وختي د افغان طرحي ملاتړ کړی خو پکې د یوې مادې اضافه کول یي غوښتي چې ښایي تر څو ورځو نهایي شي.

حکومت د شپږو میاشتو دننه کې ټاکنو غوښتنه کړي چې پکې به طالبان هم برخه اخلي خو اورپآيي ټولني ویلي چې  ټاکني او موقته اداره باید څنګ پر څنګ پر مخ ولاړي شي لیکن ارګ موقته اداره تر اوسه نه ده منلي.

امریکې په خپلو دریو وړاندیزونو کې چې له پآکستان او طالبانو سره یي شریک کړي د موقتي ادارې آو شپږو میاشتو په دننه کې د ټاکنو د تر سره کیدو  طرحه وړاندي کړي ده.

د سرچیني په خبره چې ارګ به په قوي احتمال دموقتي او یا هم نیمه عبوري مشرتابه وړاندیز چې د اروپآيي ټولني له لوري شوی ومني.

د سرچیني په خبره چې یاده غونډه کې به مهمي پریکړي وشي چې نړیوال او سیمیز ظمانتونه به ورسره وي.

یاده غونډه ډیره مهمه  او حساسه بلل شوي چې مسکو هم پکې پر طالبانو زور اچولی تر څو له نړیوالو او افغان دولت سره په هر قیمت چي وي یوه جوړجاړي ته ورسیږي.

امریکي د طالبانو او ایران له نږدې والي اندیښنه ښولي او دا چې یاغي علي پور هم د حکومت او ایتلاف قواوو په تور لیست کې شامل دی نو هڅه دا ده چې د ایران لاس د طالبانو او حکومت ضده نورو یاغي ډلو ور لنډ کړي.

میرویس جلالزی

Comments are closed.

koi finance