The news is by your side.

عسکرباسم، نه يې باسم بایډن حیران دی

خبریال ویبپاڼه/ د امریکا ولسمشر جو بایډن په دوه کې حیران او سرګردان پاتي دی او په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت په هکله ورته پریکړه سخته سوې چې عسکر وباسي  او که يې پریږدي.

یوې امریکايي خپرونې دیل هیل په دې هکله په خپل  یوه تازه مطلب کې ویلي د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې باید تر مي میاشت پوري ۲۵۰۰ امریکايي سرتیري له افغانستانه ووزي خو داسې ښکاري چې دا شمېر سرتیري هم پر دې نېټه له افغانستانه نه وزي خپرونه وايي چې  بایډن له سختو کشمکشونو  سره مخ دی او باید منصفانه پریکړه وکړي  ترڅو ګټه وکړي خو بایډن ښايي د سرتیرو پوځي دنده تر راتلوونکې میلادي کال پوري وغځیږي.

بایډن دا پریکړه ځکه کوي چې له لوژستیکي نظره په دومره لنډه نېټه کې د دومره لوی شمېر سرتیرو وتل سخت او له بل پلوه په افغاانستان کې وضعیت ډیر خراب دی د امریکا په ګډون نورو متحدینو او ناټو هم ویلي چې په دې حالت کې افغانستان نسي پریښودلی  ځکه نو اوس بایډن ته خپله پریکړه سخته سوې خو بایډن او نورو هېوادون به د سولې خبرو د بریا لپاره خپلې هڅې زیاتي کړي ترڅو د دوی سرتیرو وتلو لپاره ښه زمینه برابره سي.

د طالبانو  غبرګون

طالبانو  په خپلو تازه څرګندونو کې د بهرنیو سرتیرو له مي وروسته مخالفت ښودلی او ویلي یې دي کچیري امریکا و ټول بهرني سرتیري د هوکړې له مخې پر ټاکلې نېټه له افغانستانه ونه وزي نو دوی به پرې خپل بریدونه پیل کړي هغوی غوښتنه کړې چې  د دوحې  د هوکړې په رعایت سره باید تر مي میاشت پوري ټول بهرني سرتیري له افغانستانه ووزي خو د ناټو او امریکا په خبره کچیري دوی له افغانستانه ووزي نو یوځل بیا به سختې جګړې په دې هېواد کې ترسره سي او ترهه ګرو ته به افغانستان بیا د امن کور وګرځي.

د سولې  خبرې

په راتلوونکې جنوري میاشت کې دافغان سولې پر تړاو ترکیه کې د افغانستان راتلوونکې پر تړاو برخلیک ټاکوونکی کنفرانس جوړیږي چې د افغان دولت ترڅنګ طالبان او یو شمېر سیمه ییز  هېوادونه پکښي ګډون کوي ترڅو د افغان سولې پر تړاو وروستۍ خو برخلیک ټاکوونکې خبرې ترسره سي

Comments are closed.