The news is by your side.

شمالي کوریا اخیر ملګرو ملتونو ته هم خبرداری ورکړ

خبریال ویبپاڼه/ شمالي کوریا چې د نړۍ په  کچه یو د بحث وړ هېوادونو څخه شمېرل کیږي په یوه تازه خبرداري سره د ملګرو ملتونو  امنیت شورا په  یوه طرفه پریکړو تورنه کړې.

د دې هېواد حکومت ویلي د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو اړخیزې پریکړې کوي او د یوه مستقل هېواد حقوقو ته هیڅ درناوی نه کوي دوی تور پوري کړی چې امنیت شورا ورسره یو طرفه ځي.

شمالي کوریا په دې وروستیو کې یو توغندیز ازمویښت ترسره کړ چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له غبرګون سره مخ سو امنیت شورا وویل د شمالي کوریا له لوري د یوه بالستیک توغندي ازمون د دوی له هوکړو او مسودو خلاف کار دی او باید نور یې یاد هېواد د تکرار مخه ونیسي خو شمالي کوریا د خپلو نورو سرزوریو په دوام بیاهم ویلي  چې دا یې مسلم حق دی او کولای سي چې د خپل ځان د دفاع لپاره دا ډول کړنو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ترڅنګ امریکا هم د شمالي کوریا دې کړنې ته غبرګون ښودلی او ویلي یې د دې هېواد وروستۍ کړنې خصمانه او دوی ته د منلو وړ نه دي.

امریکا او شمالي کوریا له وخته ښې اړیکي نلري او کله نا کله پر همدې موضوعاتو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیرو کارونو د رامنځ کیدلو خطرات هم وي خو بیرته کم سي.

په عمومي ډول د نړۍ په کچه شمالي کوریا هغه هېواد دی چې له نورې نړۍ سره دومره ارتباط نلري او یو شمېر مهم هېوادونه لکه امریکا يې په مخالفت کې کرار لري چې تر ډیره بریده يې تل پر یوې موضوع نه یوې موضوع جنجالونه وي.

له امریکا او امنیت شورا سره یوځای چاپان هم د شمالي کوریا دا ازمون ته غبرګون ښودلی او هغه مهال يې ویلي وو، چې د شمالي کوریا له لوري دا ډول کړنې د سیمې امینت ته ګواښ پیښولای سي دې هېواد ویلي چې  شمالي کوریا د دوی په اوبو کې دا توغندی توغولی خو ټوټې يې  هلته نه دي لویدلې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر اوسه د شمالي کوریا دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی

Comments are closed.