The news is by your side.

غني د دوشنبې په ورځ دوشنبې ته ولاړ

خبریال ویبپاڼه/ افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د یوه لوړ پوړي پلاوي په ملتیا تاجکستان ته ولاړی تر څو هلته د اسیا زړه نهم کنفرانس کې ګډون وکړي او پر یو لړ مهمو مسایلو لکه افغان بحث وکړي.

ارګ په خپله یوه اعلامیه کې ویلي چې ولسمشر غني نن سهار د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري د اسیا زړه استانبول پروسې کنفرانس ګډون په موخه کابل د دوشنبې په تکل پرېښود  هغه به په دې کنفرانس کې د وینا ترڅنګ د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، لومړي وزیر او د هغه هیواد د پارلمان رئیس سره په کتنو کې په مختلفو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د مناسباتو او همکاریو پر پراختیا په اړه  بحث او خبرې وکړي،

د اسیا زړه استانبول پروسې کنفرانس چې دوه ورځې به دوام وکړي د تاجکستان او افغانستان ولسمشران او د غړو هېوادونو  د بهرنیو چارو وزیران پکښي ګډون کوي.

د دې غونډې د  اصلي اجنډا په هکله ویل سوي چې نن به د کار پوهانو غونډه ترسره سي او اصلي غونډه سبا ده چې افغان او تاجک ولسمشران به يې هم ګډونوال وي جوړه سي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د دې غونډې په هکله مالومات شریک کړي او ویلي یې دي چې دې غونډه کې د افغان حکومت اجنډا د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع پیاوړي کول دي، او کوښښ به وسي چې په دې غونډه پر دې موخه او د نورو هېوادونو پر اقتصادي او امنیتي چارو بحثونه کیږي.

په دې غونده کې د۵۰ هېوادونو او یو شمېر نړوالو سازمانونوړ استازي او د ۱۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي چې پر مهمو امنیتي او اقتصادي مسایلو بحثونه کوي

جزیات وايي د دې کنفرانس اصلي هدف په سیمه کې همکاري او بارو جوړول دي ځکه اوس يه سیمه ییزه کچه هېوادونه له ترهه ګرۍ او مخدره توکو قاچاق سره مخ دي همدارنګه به د بېخ بنسټونو پروژو، اقتصادي او انرژۍ برخه کې پر همکاریو باندې بحث وسي او له دې سره ترخوا به د افغانستان له لوري د سولې پروسې د وروستیو هڅو او یوې پياوړې اجماع په رامنځ ته کولو کې هم کوښښ وسي

Comments are closed.