The news is by your side.

د ناټو، امریکا او افغانستان په هکله د بلینکن تازه څرګندونې

خبریال ویبپانه/ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن یو ځل بیا د افغان سولې ناټو او امریکا د ماموریت له افغانستان څخه د سرتیرو د وتلو او پاتي کیدلو په هکله تازه څرګندونې کړې  او ټینګار يې کړی چې د افغانستان موضوع به د خبرو مصالحې له لارې حل کوي.

بلینکن  لکه امریکا چې اوس سرتیري نه باسي یو ځل بیا ژمنه تازه کړه چې له نورو متحدینو سره یوځای راغلی او په سم وخت کې به له دوی سره یوځای ځو، هغه ویلي له سیاسي لارې څخه د افغانستان د موضوع د حل په لټه کې دی او د افغانستان جګړه یوازي د خبرو له لارې حل کیدلای سي.

ده د مخکې په څير چې له ناټو او نورو متحدینو سره یوځای راغلي دي او یوځای به ورسره وزي خو هغه وخت به له افغانستانه سرتیري باسي چې حالت کابو او د ډاډ وړ وي.

هغه دا هیڅ ونه ویل چې امریکا او متحدین یې په مي میاشت کې له افغانستانه وزي که نه خو ټینګار يې وکړ، چې دا صلاحیت یوازي له ولسمشر جوبایډن سره دی خو ویل کیږي چې بایډن په دې هکله له فشارونو او کشمکشونو سره مخ دی.

یوې امریکايي خپرونې دیل هیل په دې هکله په خپل  یوه تازه مطلب کې ویلي د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې باید تر مي میاشت پوري ۲۵۰۰ امریکايي سرتیري له افغانستانه ووزي خو داسې ښکاري چې دا شمېر سرتیري هم پر دې نېټه له افغانستانه نه وزي خپرونه وايي چې  بایډن له سختو کشمکشونو  سره مخ دی او باید منصفانه پریکړه وکړي  ترڅو ګټه وکړي خو بایډن ښايي د سرتیرو پوځي دنده تر راتلوونکې میلادي کال پوري وغځیږي.

بایډن دا پریکړه ځکه کوي چې له لوژستیکي نظره په دومره لنډه نېټه کې د دومره لوی شمېر سرتیرو وتل سخت او له بل پلوه په افغاانستان کې وضعیت ډیر خراب دی د امریکا په ګډون نورو متحدینو او ناټو هم ویلي چې په دې حالت کې افغانستان نسي پریښودلی  ځکه نو اوس بایډن ته خپله پریکړه سخته سوې خو بایډن او نورو هېوادون به د سولې خبرو د بریا لپاره خپلې هڅې زیاتي کړي ترڅو د دوی سرتیرو وتلو لپاره ښه زمینه برابره سي

Comments are closed.