The news is by your side.

رحماني: علیپور دانش خوشي کړ خو غیري قانوني کړنې کوي

خبریال ویبپاڼه/ هغه وویل چې سرور دانش په خپل ضمانت سره علیپور له بنده ازاد کړاو اوس هغه غیري قانوني کړنې ترسره کوي خو ولسمشر د دې پرځای چې علیپور ونیسي مسعود اندرابي يې له دندې لیري کړ.

د افغانستان د ولسي جرګې مشر د ترهه ګر علیپور  او ندرابي د ګوښه کیدلو په اړه غبرګون ښودلی  او ویلي يې دي چې د علیپور له امله اندرابي ګوښه سوی.

د افغانستان د ولسې جرګې مشر میر رحمان رحماني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې ترهه ګر علیپور په غیري قانوني کړنو بوخت دی او ولسشر د دې پرځای چېط علیپور ونیسي د کورنیو چارو وزیر يې له دندې ګوښه کړ.

هغه د ولسي جرګې په امتیازي ساعت کې د څرګندونو په ترڅ کې علیپور په غیري قانوني کړنو تورن کړ او زیاته یې کړه چې باید داسې نه وای سوي.

ترهه ګر عليپور چې د میدان وردګو بهسودو ولسوالۍ کې خپل سرې غیري قانوني کړنې ترسره کوي مخکې له دې چې به دې کارونو لاس پوري کړي افغان دولت نیولی وو، خو د افغان ولسمشر سرور دانش په ضمانت خوشي سو.

ترهه ګر عليپور په خپل وروستۍ خصمانه او ترهګریز عمل سره د افغان ملي یوه چورلکه چې بهسودو ولسوالۍ ته تللی په راکټ ویشتلو سره نسکوره کړله چې دې چورلکه کې سپاره نهه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ، دوی د افغان ملي پوځ سرتیري او د الوتکې پیلوټان وه.

له دې پیښي وروسته د عليپور پر ضد یو شمېر غبرګونو را وپاریدل افغان ولسمشر دفاع، کورنیو چارو وزارتونو د افغانستان د ملی امنیت شورا او داسې نورو نهادونو پر ضد د سختو غبرګونو خبره وکړه، چې موده وروسته افغان ځواکونو د عليپو له وسلوالو سره جګړې هم ترسره کړې او ډیری وسلې مهمات یې هم ترې ونیول، خو علیپور لا نه دی نیول سوی که څه د افغانستان دفاع وزارت د عليپور په وړاندې د سختو اقداماتو خبره وکړه خو داسې ښکاري چې هغوی په خپل اقدم کې پخ راغلل او څومره چې اړینه او ضرور وه د دې ترهګرې ډلې په وړاندې مبارزه وسي ترسره نه سوه.

که چیري د علیپور ترهه ګرې ډلې په وړاندې اقدام ونه سي ښايي نور غیري مسؤل وسلوال هم ورته ترهه ګریزو کړنو ته زړه ښه کړي

Comments are closed.