The news is by your side.

د اسیا زړه کنفرانس ګټه افغانستان ته

خبریال ویبپاڼه/ د اسیا زړه استانبو پروسې کنفرانس پر داسې مهم وخت جوړیږي چې د افغانستان په هکله د برخلیک ټاکلو وخت دی او څو ورځې  وروسته د ترکیې استنابول د افغان سولې پر تړاو لوی کنفرانس جوړسي.

د استانبول پروسې کنفرانس ګډون لپاره نن افغان ولسمشر محمد اشرف غني له کابله دوشنبې ته رسیدلی او تمه ده سبا سه شنبه په دې پروګرام کې ګډون او وینا وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ګران هېواد هیله څرګنده کړې چې دا کنفرانس به د افغان پر تړاو د سیمه ییزې اجماع په رامنځ ته کولو مرسته وکړي، هغه وویل د دې غونډې موخه په افغانستان کې د سولې پرتړاو د سیمه ییزې  اجماع تقویت او رول دی او دوی هیله لري چې دې موخې ته به و رسیږي.

له دې سره تر خوا په دې کنفرانس د ۱۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي چې د کنفرانس په څنډه کې به ورسره افغان وهم ویني چې کیدلای سي د راتلوونکې سولې کنفرانس چې روسیه کې جوړیږي ورسره پر تړاو خبرې  وکړي په دې کنفرانس کې د ترکیې پاکستان او نورو ښکېلو سیمه ییزو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران ګډون لري او مرسته به وکړي چې د افغان سولې او ترکیې کنفرانس او افغانستان د راتلوونکې برخلیک په هکله مالوم لوری وټاکي.

په عمومي ډول په دومره مهم وخت کې د افغان مشرانو ټولیدنه د زیات شمېر نړیوالو هېوادونو منځ ګټوره ده ځکه سیمه ییز هېوادونه د افغان سولې پر تړاو کتنې او اړتیاوي لري او همدارنګه له سولې وروسته د افغانستان اړتیاوی هم ډیري دي چې  باید له مهمو سیمه ییزو هېوادونو سره شریکي سي او د یوې قوي اجماع په رامنځ ته کولو سره له هغوی څخه د سولې پروسه کې مرسته غوښتل یو بل غوره وړاندیز دی چې کیدلای سي افغان مشران يې د دې کنفرانس له لارې له ګډون کوونکو هېوادونو سره شریکي کړي، چې په ښه ډول سره به د ترکیې کنفرانس ته چمتوالی نیول سوی وي او همدارنګه به سیمه ییزه اجماع د تازه نظریاتو په لرلو سره قوي وي، چې کولای سي دې پروګرام ته بریا اونتیجه ورکړي.

همدارنګه په اقتصادي برخه او د انرژۍ برخه کې هم د افغانانو اړتیا دنورو وګړو په پرتله زیاته ده او کولای سي چې د دې کنفرانس له لوري افغانستا ته په دواړو یادو برخو کې پاملرنه زیاته سي

Comments are closed.