The news is by your side.

رښتیا هم موږ د دې غاړي پښتانه بیده یو؟

خبریال ویبپاڼه/ تل اورو یا ویل کېږي: ”د هغه غاړي پښتانه نسبت د دې غاړي پښتنو ته ویښ او بیداره دې.هر را پیل کېدونکی حرکت یې تر ډېره بریالی او د خلګو یې پر خپلو مشرانو او مخکښانو باور دی، تل یې بغل ته ولاړ دې. د دې غاړي پښتانه بې اتفاقه، د سیاسته متنفره، بې باوره او… ”
مګر داسي نه ده. د هغي غاړي د پښتنو دوښمن داسي څوک دی، چې نه یې په قوم، نه یې په ژبه او نه یې په کلتور ور شریک دی. بلکي یو پردی دی او دوی یې یرغمل کړي، د اب و دانې یې ځان مړوي.
زموږ حال ځکه ګډ او وډ دی، چې زموږ د خپل وجوده درد را ولاړېږي. د دسترخان شریک، د جومات شریک، د کاسې و کوزې شریک مو را ته بلا سوی. وژل یې هم درد لري او پرېښودل یې هم. هیڅ نسو ور سره کولای.
یو نامعلوم ادرس دی. د داسي نامعلومه ادرس په مقابل کې سړی څنګه و درېږي؟ څنګه یې ځپلو او محوه کولو ته سیاسي ناستي او پرلتونه وکړي؟
د دې خلګو د سمېدو دپاره پرلت او احتیجاج مانا نه لري. د دې خلګو یواځنی د سمېدو افشن فکري صفایي ده.د غلطي ور کړل سوې مفکورې او عقیدې محوه ده.
او دا کړنه وخت او کار غواړي. علمي روزل غواړي. د نړۍ سره د غازي امان الله د ماډرنیزم پالیسي مخ ته وړل غواړي. په هر کور و کلي کې یو روشنفکره انسان پیدا کېدل غواړي.
د سمیزو او ټولنیزو رسنیو روشنفکرانه حرکات او د خلګو د فکرو رغېدل غواړي، دا چاره ډېره اسانه ده. تر ډېره په دې لار کې د ټولنیزو رسنیو فعالو غړو مثبت رول لوبولی او تر ډېره بریالي راختلي. ښه مثال یې د ټولنیزو رسنیو مخکښی افغان انسان مجید قرار دی. مجید قرار خپل دا لوبېدل او دا فکري ویښتیا ډېره مناسبه او پر ځای وېشلې. ډېر بدوي او نا مناسب حرکات او فکرونه یې، چې د خلګو په افکارو کې مقدس او یا هم ښه ایسدلي او ننوتلي وه، ور فسخه کړي. په هر کور او کلي کې یې یو ویښ انسان پیدا کړی.
دا یو ډېر ښه او بریالی کار دی.
موده مخکي مې یوه مقاله کې و لوستل چې لیکلي یې وه: «ډاکټرنایک زاکر په خپلو تلوېزوني تبلیغاتو او مجالسو یولس لکه کسان مسلمانان کړي. »
دا ډېر غټ ارقام دې، چې نایک په یواځي سر سره سرته رسولي. دا ټول د تبلیغ او ټولینزو رسنیو د برکت پایله ده.
نو که غواړو چې موږ هم را ویښ سو. د خپل کور، کاسې و کوزې را شریک غلط فکره او خشن فکره انسان اصلاح او یا یې محوه کو؛ نو باید د فعالو روشنفکرانو، د وطن په درد د دردېدونکو اشخاصو سره مجالس، ناستي او مبحاحثې وکړو. د هغوی دا انساني افکار تر خپلو کورنیو او ماشومانو و رسوو. یا هم هڅه باید وسي، چې د داسی اشخاصو او د نامعلومه دوښمن په رمز او ضعف پوه کسانو سره مجالسو او مباحثو کې برخه واخلو.
یا هم د داسي روشنفکرانه خلګو یو تبلیغانه ډلګۍ جوړه سي، د امکان تر حده په کورو او کلو کې د سر خلاصۍ او پوهېدني تبلیغات وسي.
لیکوال: احمدولي ویس

Comments are closed.

koi finance