The news is by your side.

وکیلان: علیپور دي اعدام سي

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان ولسي جرګې غوښتنه کړې چې ترهه ګر علیپور قاتل ونیول سي  او د قانون منګولو ته و سپارل سي د ولسې جرګې یو شمېر وکیلانو علیپور قاتل وباله.

وکیلانو ویلي چې د بهسودو غیر مسؤل وسلوال عاليپور باید ژر تر ژره ونیول او د قانون منګولو دي وسپارل سي، هغوی ویلي چې عليپور د امنیتي ځواکونو قاتل او باید اعدام سي د ولسي جرګې دوه غړو، شاپور حسن زي او نادرخان کټوازي وویل چې علیپور یو قاتل او بدماش دی ا وباید ونیول سي.

د ولسي جرګې وکیلانو وویل چې د علیپور د بخښلو حق هیڅو هم نلري ان ولسمشر هم وي ځکه هغه د امنیتي ځواکونو قاتل دی او باید اعدام سي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې رییس هم نن د علیپور په هکله څرګندونې کړې وې او ویلي يې وو، چې ولسمشر غني عالیپور ونه نیوی فقط مسعود اندرابي يې له دندې لیري کړ.

رحماني: علیپور دانش خوشي کړ خو غیري قانوني کړنې کوي

هغه وویل چې سرور دانش په خپل ضمانت سره علیپور له بنده ازاد کړاو اوس هغه غیري قانوني کړنې ترسره کوي خو ولسمشر د دې پرځای چې علیپور ونیسي مسعود اندرابي يې له دندې لیري کړ.

د افغانستان د ولسي جرګې مشر د ترهه ګر علیپور  او ندرابي د ګوښه کیدلو په اړه غبرګون ښودلی  او ویلي يې دي چې د علیپور له امله اندرابي ګوښه سوی.

د افغانستان د ولسې جرګې مشر میر رحمان رحماني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې ترهه ګر علیپور په غیري قانوني کړنو بوخت دی او ولسشر د دې پرځای چېط علیپور ونیسي د کورنیو چارو وزیر يې له دندې ګوښه کړ.

هغه د ولسي جرګې په امتیازي ساعت کې د څرګندونو په ترڅ کې علیپور په غیري قانوني کړنو تورن کړ او زیاته یې کړه چې باید داسې نه وای سوي.

ترهه ګر عليپور چې د میدان وردګو بهسودو ولسوالۍ کې خپل سرې غیري قانوني کړنې ترسره کوي مخکې له دې چې به دې کارونو لاس پوري کړي افغان دولت نیولی وو، خو د افغان ولسمشر سرور دانش په ضمانت خوشي سو.

ترهه ګر عليپور په خپل وروستۍ خصمانه او ترهګریز عمل سره د افغان ملي یوه چورلکه چې بهسودو ولسوالۍ ته تللی په راکټ ویشتلو سره نسکوره کړله چې دې چورلکه کې سپاره نهه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ، دوی د افغان ملي پوځ سرتیري او د الوتکې پیلوټان وه.

Comments are closed.