The news is by your side.

داوړ د امريکا د طرحې دامونه يو يو په ګوته کړل

خبريال وېبپاڼه- وروسته له هغه چې د امريکا په متحده ايالاتو کې د ډونالډ ټرمپ دور پای ته ورسیده د نوي ولسمشر جوبایډن د راتلو سره دا تمې زياتې شوې وې چې ګواکي طالبان به نور د افغان حکومت سره د یو ځای کولو لوري ته ورنېږدې کړی شي او د حکومت او سياسي جامعې یوه برخه به جوړه شي.

د امريکا د متن ايالاتو او طالبانو ترمنځ د شوي تړون او روانو خبرو په هکله نيوکې د افغانستان د ننه او بيرون زیاتې وې ځکه ډیری خلک په دې باور و چې په دې خبرو کې د امريکا متحده ايالاتو د افغانستان حکومت پاس کړی دی او پخپله يې په مستقيم ډول یوازې په يوازې د طالبانو سره خبرې پيل کړې دي.

خو د جوبایډن د راتګ سره بيا هغه هيلې پوره نشوې د کومو چې تمه وه، د جوبایډن د حکومت له لوري د افغانستان د ستونزې د حل لپاره وړانديز شوې طرحه ښيي چې نړيوال او سيمه ايز قدرتونه يو ځل بيا غواړي چې خپله اراده په افغانانو باندې تحميل کړي.

د افغانستان په مسله کې ډېری هېوادونه همدا غلطي کوي چې دوی د خپل نظر حل لاره په افغانانو باندې تحميل کول غوښتي دي، که څه هم ډېری سيمه ايز قدرتونه او نړيوال قدرتونه تل دا خبره کوي چې د افغانستان د ستونزې اساسی حل يوازې د افغانانو ترمنځ په خبرو کې پروت دی خو په عمل کې بيا دا ډول کوم کار نه ترسره کوي او د ورځې په پای کې بيا خپله طرحه وړاندې کوي او غواړي خپله طرحه په افغانانو باندې تحميل کړي او د هغوي اراده او ټاکنه هیڅ وګڼي.

د افغانستان د سولې خبرې يوازې هغه وخت یوې حقيقي بريا ته رسېدلی شي کله چې په مسله کې دخيل ټول اړخونه په ښه نيت اود زړه د اخلاصه حرکت وکړي او په عين وخت کې خپل ښه نيت يوازې په خبرو کې بيان نکړي بلکې په عمل کې نهه ځمکني واقعیت کې هم خپل دا ښه نیت ثابت کړي.

مګر له کله نه چې دا خبرې پيل شوې دي او دوام کوي بيا هم په افغانستان کې هدفي وژنې، چادونې او حملې دوام لري او هره ورځ د خلکو ژوند اخلي، طالبان غواړي د زور او شدت له لوري په سيمه کې خپل نفوذ زيات وښيي او يا يې زيات کړي.

په داسې حال کې چې طالبان نه غواړي د جګړې صفحه وتړي او همدا جګره يې خوښه ده خو بيا هم د امريکا نوی حکومت داسې يوه طرحه وړاندې کوي چې په هغه کې د افغانستان د حکومت څخه د هغه ډلې په وړاندې چې هره ورځ بې ګناه معصوم خلک وژني نوره قرباني ورکول غواړي.

په دې طرحه کې يو بل کم والی يا یو بل دام دادی چې پکې د پاکستان او طالبانو د اړیکو په هکله څه نه دی ويل شوي، طالبان کلونه کېږي چې د پاکستان په ځانګړو سيمو کې ژوند کوي هلته یې په فعالیتونو باندې د پاکستان پوځ سترګې پټوي او ځینې وخت ان ورسره مرسته کوي، مګر ددې هرڅه سره سره بيا هم په دې طرحه کې يا په بين الافغاني خبرو کې د پاکستان په رغوونکي ټول باور کېږي.

په افغانستان کې د يوې اساسي سولې لپاره دا اړينه ده چې په پاکستان کې د طالبانو قرارګاوې او بنسټونه له منځه ولاړ شي او له بېخه وویستل شي، که چېرته دا بنسټونه په پاکستان کې بيا هم پاتې شي نو په افغانستان کې د سولې او ثبات دوره به يا هیڅ رانشي او يا به هم ډیره لنډه وي.

Comments are closed.