The news is by your side.

سمیت: د بایډن ادارې ته د ټرمپ لاره خطرناکه ده

خبریالا ویبپاڼه/ د امریکا د استازو جرګې د وسلوالو ځواکونو جرګه ګۍ مشر ادم سمیت یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ماموریت په هکله څرګندون کړې  له دې هېواده يې د امریکايي ځواکونو وتل ګواښوونکې بللی.

ادم سمیت تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې امریکايي ځواکونه پر دې وخت باید له افغانستانه و نه وزي نوموړي ویلي کچیري د بایډن اداره د ټرمپ پر پله ولاړه سي نو له یوه نه جبرانېدونکي ګواښ سره مخ سي هغه ویلي چې ترمي میاشتي پوري د سرتیرو وتل ناممکنه خبره ده.

ادم سمیت د خپلو خبرو پرمهال وویل په دې اند نه دی چې سرتیري دي د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتي سي ولې په دریو یا یوې میاشتي کې د سرتیرو په بیړه وتل د امریکا او افغانستان لپاره نه جبرانیدونکی زیان اړولی سي ځکه نو په دې هکله باید فکر وسي.

د هغه له انده کچیري  امریکايي ځواکونه په اوس وخت کې له افغانستانه ووزي نو سمدستي طالبان د جګړې له لارې واک ته رسیدلی سي چې د دې مخنیوی بیا هیڅوک نسي کولای.

ادم سمیت په یوه مهم وخت کې دا څرګندونې کړې راتلوونکی اپریل به د افغانستان په هکله ترکیه يې برخلیک ټاکوونکی  کنفرانس ترسره کیږي تیره ورځ د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس په تاجکستان کې ترسره سو چې پکښي د افغان سولې اوافغانستان راتلوونکي په هکله هم بحث وسو.

په افغانستان کې د یوه نوي حکومت د رامنځ ته کیدلو اوازې ګرمي دي او له بله پلوه تراوسه په دې هېواد کې لاهم جګړه روانه ده، خو د ترکیې راتلوونکې کنفرانس ته هیلې زیاتې سوې چې  د جګړې دواړې خواوې به یوه توافق ته سره رسیږي خو لاهم مالومه نه ده چې د دې کنفرانس جوړیدل به څومره نتیجه ورکړي.

د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د تاجيکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د استانبول د پروسې د اسيا د زړه کنفرانس په غونډه کې د خبرو په مهال په افغانستان کې د یوه نوي حکومت د‌جوړېدو یادونه وکړه.

اشرف غني په خپله دې وينا کې د خپلو تېرو څرګندونو خلاف د واک د انتقال په هکله د بلې ممکنې لارې په هکله هم په غیرې مستقیم ډول هو وويل، اشرف غني چې تراوسه یې په خپلو ټولو غونډو او ويناوو کې د واک انتقال صرف د ټاکنو له لارې ممکن ګاڼه اوس یې پخپلو تازه څرګندونو کې داسې څه ترسترګو کېږي چې هغه د موقت حکومت منلو ته تيار دی.

Comments are closed.