خبریال وېبپاڼه – وايي چې د جمعې په ورځ د يوه ګاونډي مسلمان هېواد د پلازمېنې له يوه لوى روغتونه د کورونا دوه ناروغان وتښتېدل، وېې لټول خو وېې نه موندل، ګړۍ وروسته دواړه ناروغان راغلل د څانګې نرسانو وپوښتل: چرته وئ؟
وېل ېې د جمعې لمانځه له تللي وو!!
نو دا خو شوه د دې دين د امتيانو د دين د پوهې کچه، د هغه دين د پوهې کچه چې په هغې کې خبرې له ”السلام وعليکم“ نه پېل کېږي يانې ته دې خوندي ېې، له دې پېليږي – له دې، نه پېليږي چې زه دې خوندي يم بلکې له دې پېليږي چې ته دې خوندي ېې او لمونځ ېې په دې ټکو ختميږي چې ”ته دې خوندي ېې او په تا دې خداى ولوريږي او په تا دې برکتونه شي – السلام و عليکم ورحمت الله و برکاته“!!
دلته پوښتنه داده چې د کرونا دې دواړو ناروغانو کومه سلامتي هغو روغو مسلمانانو ته وروبښله چې دوى ورسره مانځه ته ولاړوو؟؟
اوس راشئ د افغانانو د دين د پوهې کچې ته وګورئ چې بيا مونږه افغانان، دين له دې ګاونډيانو نه زده کوو، که په لويديځ کې مو دي او که په ختيځ کې، که رانه لرې دي او که راته لنډ دي، له دوى نه دين زده کوو چرته چې له دين نه، د دوى د خپلې پوهې کچه دا ده چې د کورونا ناروغه ېې د جمعې د جماعت په روغ منځ کې کښيني او بيا تمه کوي چې هم به ېې خداى روغ کړي او هم به ېې لمونځ ومني؟!
خو کاش که زمونږه د جهالتونو خبرې يواځې همدومره وې مونږه خو ورسره په ګڼو نورو پېريانو، ديوانو او بلاګانو هم اخته شوي يوو چې په دې پېريانو، ديوانو کې ېې ځېنې پېريان برېتور دي خو ږېرې ېې نه شته، ځينې ېې له ږيرو او برېتو، له دواړو پاک دي او ځينې په کې بيا ږيرور دي او دا ېې لا څه کوئ چې څه په کې د هېواد ټېکه داران دي او څه په کې د دين! ځينې ېې په جمهوريت مرګونه کوي او ځينې ېې په امارت!
خو شکر دى د هغو زور ېې اوبه شو چې په ”کارګري او پرولېتاريا ډيکټېټرشپ“ به ېې مرګونه کول، هغه په کې لا د يوې بلې سړېخورې بلا بت وو د داسې بلا بت چې په پښو کې به ېې په ټول انقلابي وياړ ددې ولس په زرګونو وګړي چارماري کېدل!!
نو په تېر به مو څه زړونه خورو زمونږه خو نن هم د اخلاقي پرېوتون دا حال دى چې له درې کلنو واخله تر لسو او دولس کلنو جينکو او هلکانو پورې بچي مو – د سپک لمنيو، جنسي تېريو او داسې مرګونو سره مخامخ دي چې تر سپکولو وروسته ېې مړي په ډېرانونو کې خښيږي او سپي ېې راوباسي، له يولسو مېاشتو نه مو له کورونو نه د عبدالروف غوندې ماشومان تښتول کيږي بيا ېې مېندى لېونۍ وي او پلرونه ېې اوتر، خو نه چرته د بوته ګرو په زړونو د رحم څاڅکي پرېوتل، نه زمونږه سترګې لمدې شوې او نه د ماڼۍ مېشتو کابلي، کندهاري، هراتي او يا مزاري ملي او ولسي او دولتي او سياسي مشرانو!
دا غله او د غلو دا مله او ټله چې د ولس ميندې ېې له وحشته ليونۍ شوې او پلرونه اوتر، داخو نه له امريکې راغلي، نه له چين او روسه او نه له ايران او پاکستانه! دا خو زمونږه دخپل تن هغه ناسور دى چې له بده مرغه لا ېې ناسور هم نه شوګڼلى او په دې مو هم وژني چې ناسور ېې وګڼو – (نو واه! مونږه په خپل ځاي څنګه خپل بې جوړې او بې ساري مثالونه يوو؟؟)
دا ځکه خو دولتونه داسې جوړو چې ولس نه ساتي بلکې نظامونه ساتي، د سولې او خبرو د ميز امتيازونه د جنګ له ډګره غواړو د هغه جنګ له ډګره چې تر ټولو لويه او يواځينۍ ژوبله ېې دا بې ژبې ولس دى. جهاد مو داسې وو او دى، چې د شهيدانو شل کړى شوي بچي مو بيا د لارو په سر د موټرو نه چړ غواړي او کونډې مو په خپلو پړونو ځان ته زندۍ تړي.، عسکر او پوليس مو يا له حرامو او د فسادله ژرندو نه روزي خوري او ګېډې پرې پالي او يا له لوږې او وحشته مري او په مياشتو مياشتو ېې تنخواه نه وي، يو بل خو پرېږدوه چې د يو بل واړه زامن او لوڼه هم په تودو ګوليو په سرونو ولو او بيا له دې غمه د خپلو اوتر شوو مېرمنو علاج له هم يوه روپۍ نه لرو او بيا په همدې ټولنه کې، هلته – چرته چې مو د چم او کوڅې په يوه کور کې سلګۍ او انګولا خيژي هم هلته د بل کور دننه د وياړ نښې ويشو – مشران مو د ” بوى جوى مولويان “ وږم راکاږي خو نه مو د پېغلو عفتونه خوندي شول، نه سرونه او نه مو د ځلمو ټټرې!!
د يوه لور پوړي چارواکي خبره راته يوه خوږمن ملګري دوه درې ورځې وړاندې کوله چې لوټ کړي عفتونه شمېري او د ملګرو په منځ کې پرې وياړي.
نو له شرمه پرې نه مري خو له وياړه ېې شمېري !
اوس ېې منئ او که نه ولې هر څه را په کې ګډ وډ دي د غلو سرونه مو نن هم لوړ دي او د ښاغلو مرکنډونه مو نن هم ټيټ!
د رزق کر مو د جګړې په ډګرونو کېږي او اوبه خور له ېې له ولسه وينې غواړو!
د جنګ مافيا را په کې د وسله والو ځواکونو او ملېشو په زور هيواد نه ساتي بلکې د يوې جنګي مافيا نظام راساتي او داسې ېې راساتي چې د نظام په مينه يا د نظام دننه د خپل فساد په مينه، مست ياغي لېوان – له خوسته واخله د کندز د ارچي تر ونډه پورې د تور سرو او ماشومانو د مړو ستري پرېباسي. عليپوران او قېصاران مو په رسمي ضمانتونو خوشې کيږي او ضامنان ېې په ارګونو کې مرستيالۍ او مارشالۍ کوي!
عليپور په خپله چېغې وهي چې زه د دې نظام مرګ غواړم خو د همدې نظام سر لښکر ېې باغي او ياغي او ”مفسد فى الارض“ نه ګڼي بلکې غل ورته وايي او هم هغه سر لښکر چې دوه اونۍ مخکې ېې عليپور په مرګ ګواښه نن ېې د يوه بې تاوانه غله په نوم ساتنه کوي!!!!
نو چرته چې داسې کېږي هلته به نور څه وي پرته له دې چې ووايو ”دا چې په مونږه ده دا له بله نه ده دا خو په خپله له مونږه ده!!“
Comments are closed.