The news is by your side.

د اپریل لومړۍ د درواغو نړیواله ورځ

خبریال ویبپاڼه/ نن د اپریل لومړی ورځ ده دا ورځ د لویو دروغو په ویلو او دوستانو د تیر ایستلو په ډول لمانځل کیږي دا چاره هر کال د اپریل پر لومړي ترسره کیږي.

په دې ورځ د ملګرو اوان د ټولنیزو رسنیو له لارې لویو خبرونه ویل کیږي خو اصل کې هغه دروغ وي ترډیره بریده د دې میاشتي په لومړۍ نېټه چې دا هرڅه ویل کیږي کوم کسان چې ځیرک پوهیږي چې د لویو دروغو ورځ ده.

تر ډيره بریده خلک داسې څه وايي چې شونی ده او هغوی باور ورباندې وکړي د د ې  ورځې د لمانځې لپاره اوس ټولنیزو رسنیو هم زیاته مرسته کړې او دلې افغانستان کې هم د دې ورځې د لمانځنې څرکونه لګیږي.

په افغانستان څنګه لمانځل کیږي؟

که څه وړاندې دا ورځې افغانانو هیڅ نه پيژندلې خو له کومې ورځې چې  انټرنیټ او نوي عصر پر افغانستان قدم کښېښود نو د دې ورځې لمانځل هم ورسره رایج سول او له تیرو څو کلونو را په دې خوا د اپریل لومړۍ په درغو لمانځل کیږي.

که څه هم په ټولنیزو رسنیو او یو شمېر نورو ځایونو کې د داسې ورځو لمانځل له هره پلوه تر نقد لاندې هم راغلي خو بیایي هم یو شمېر ځوانان د شوخي او خوښ تیریدلو لپاره په دې ورځ یو جالب خبر لیکي یا وايي.

دا خبر نو که مخامخ ووايي مقابل يې یوه یا دوه نفره وي یاهم مجلس وي لږ اغېز به ولري خو که چیري يې پر ټولنیزه رسنۍ ولیکي نو اغیزه یې ځکه زیاته وي لیدونکې يې ډير وي.

اپریل فول نړۍ کې

په نړیوالو هېوادنو خصوصا اروپايي هېوادونو کې دا ورځ له ډیره وخته لمانځل کیږي په دې ورځ د دوستانو ترمنځ دروغ ویل کیږي یو او بل په دروغو سره تیر باسي  چې د ټولنیزو رسنیو له لارې يې کیسه اوس تر افغانستانه هم رسیدلې.

دا ورځ څه وخت رامنځ ته سو؟

که څه هم د دې ورځې دقیق تاریخي شالید نه دی مالوم خو د څو پیړیو وړاندې کیسه ده د دې ورځې کیسه له متفاوتو باورونو او خبرو سره تړلې ده، انګریزانو دا ورځ د څوارلسمې پیړۍ د پیل په کانتربوري افسانو پوري تړلې بللې، دا افسانې د جفري جاوسر دی چې  د دې هېواد د ادبیاتو پلار هم ورته ویل کیږي

فرانسویان بیا بله مفکوره لري د فرانسې نهم چارلس امر وکړ چې نوی کال به د اپریل پر لومړۍ  لمانځې، خو بیا هم  کلونه وروسته له دې امره داسې خلک وه چې نوی کال به یې په مارچ میلشت کې لمانځه بیا د خلکو دوی ته فکر سو او هغوی ته یې د ساده ګانو خطاب کاوه او د اپریل لومړۍ يې د شوخي یا ټوکو ورځ سوه.

په دې ورځ یوه عادي  کس په روم کې امپراطوري هم کړې کنستنتاین د اپریل په لومړۍ د روم تخت او تاج یوه عادي سړي ته د یوې ورځې لپاره وسپاره او يې ویل دا د اپریل فول امپراطوري ده

د دې ورځې په مناسبت یو شمېر نور باورنه هم موجود دي

Comments are closed.