امریکا خپل پوځي ماموریت غځوي طالبان یې نه مني
خبریال ویبپاڼه/ راپورونه وايي چې امریکا غواړي د خپلو سرتیرو ماموریت د شپږو میاشتو لپاره نور هم وغځوي خو طالبانو نه دی منلی او پر دې يې ټینګار کړی چې د دوحې هوکړې سره باید امریکايي او بهرني سرتیري له افغانستانه ووزي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن دوحې ته تللی او هلته یې له طالب مشرانو سره لیدلي چې اوس تازه د دې لیدنې جزیات په ډاګه سوي دي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند ویلي چې زلمي خلیلزاد او ملابرادر په خپلو خبرو کې د دوحې هوکړې پر عملي کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې بهرني ځواکونه باید پر ټاکلي نېټه له افغانستانه ووزي.
په وړاندې سویو مالوماتو کې راغلي چې امریکايي ځواکونه به پر ټاکلي نیټه وزي طالب بندیان به خوشي کیږي او او د مشرانو نومونه به یې له تورلیست څخه ایستل کیږي.
د خبریال ویبپاڼې د مالوماتو له مخې چې د زلمي خلیلزاد سفر سره سم چې دوحې ته تللی یو شمېر ترکي چارواکي به هم دوحي ته ولاړسي او ښايي هلته له زلمي خلیلزاد او طالب چارواکو سره وګوري.
دا څرګندونې او لیدنې پر داسې وخت ترسره کیږي چې همدې د اپریل میاشت کې د افغان سولې پر تړاو د ترکیې استانبول کې یو لوی کنفرانس جوړیدونکی دی چې لا له وړاندې طالبانو، افغان دولت پکښي د ګډون لپاره پلاوی ټاکلی او همدارنګه به د امریکا په ګډون سیمه ییز او یو شمېر نور هېوادونه هم په دې کنفرانس کې ګډون ولري.
طالبان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په هکله یوځل بیا پرداسې مهال ټینګار کوي چې د مي میاشتي ته تر یوې میاشتي کمه موده پاتي ده او د یو شمېر امریکايي چارواکو له لوري د سرتیرو او سمهاله ایستل ستوزمن کار بلل سوی او امریکا هڅه کړې چې د خپلو سرتیرو ماموریت شپږ میاشتي نور هم وغځوي چې ورسره هممهاله د طالبانو له مخالفت سره مخ سوی.
د ترکیې کنفرانس کې به کوښښ وسي ترڅو جګړه نوره پای ته ورسیږي او د جګړې ښکېلې خواوي یو د بل په وړاندې د خبرو مېز ته کښيني چې له یوه لوري به افغانان هیلو ته ورسیږي اوله بل لوري به يې ارامي اوسوکالي په برخه سي.
Comments are closed.