The news is by your side.

جنرال میرلر او اسدالله خالد د هیواد پر امنیت خبرې وکړې

خبریال وېبپاڼه – د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد او په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځ قوماندان جنرال مېلر دافغانستان پر موجوده امنیتي ‌وضعیت خبرې وکړې. ‌

دوی دافغانستان امنیتي‌ وضعیت و ارزاوه او دواړه لوري دافغان امنیتي ځواکونو د وړتیا وو پر لا نورو زیاتولو ټینګار وکړ.

د دفاع وزارت یوې سرچینې خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د امریکا يي پوځ مشر جنرال سکاټ میلر یوځل بیا د دفاع وزیر اسدالله خالد ته ډاډ ورکړ چې متحده ایالات به د افغان امنیتي‌ ساتونکو د وړتیا وو د لوړولو چاري

پر مخ وړي او هر اړخیزه مرسته به کوي.

د افغانستان ددفاع وزیر اسدالله خالد تر ناروغي وروسته دا لمړی ځل دی چې لوړپوړی امریکا يي‌چارواکی له نوموړي‌ سر د هیواد پر امنیتي وضعیت خبري کوي.‌ښاغلی خالد چې څه موده وړاندي ناروغه شوی وو اوس یې روغتيا يي‌حالت د ډاډ وړ او تر ډېره بریده د هیواد په امنیتي چارو کې ښکیل دی.

Comments are closed.