The news is by your side.

اشرف غني د مؤقت حکومت اړوند خپل دریځ بدل کړ

اشرف غني د موقت حکومت اړوند خپل دريځ بدل کړ
خبريال وېبپاڼه- د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د تاجيکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د استانبول د پروسې د اسيا د زړه کنفرانس په غونډه کې د خبرو په مهال په افغانستان کې د یوه نوي حکومت د‌جوړېدو یادونه وکړه.

اشرف غني په خپله دې وينا کې د خپلو تېرو څرګندونو خلاف د واک د انتقال په هکله د بلې ممکنې لارې په هکله هم په غیرې مستقیم ډول هو وويل، اشرف غني چې تراوسه یې په خپلو ټولو غونډو او ويناوو کې د واک انتقال صرف د ټاکنو له لارې ممکن ګاڼه اوس یې پخپلو تازه څرګندونو کې داسې څه ترسترګو کېږي چې هغه د موقت حکومت منلو ته تيار دی.

غني په دوشنبه کې د خپلې وينا په مهال وويل چې داسې يو حکومت بايد جوړ شي چې په هغه کې د ټاکل شوي مشرۍ او نور افغانان شتون ولري.

د چارو شننونکي وايي چې تر پرونه پورې اشرف غني ويل چې بدون له دې چې ټاکنې وشي نو هیچات به د بلې لارې څخه واک تسليم نکړي مګر اوس يې د خبرو ښکاري چې يو ډول موقت حکومت ته تيار شوی دی.

د شننونکو په خبره چې د اشرف غني موخه له دې وينا څخه دا وه چې داسې یو حکومت بايد جوړ شي چې پکې د غني د لوري او د غني د ټيم څخه هم خلک شتون ولري او د نورو افغانانو يانې طالبانو کسان او استازي هم پکې برخه ولري.

ښکاري داسې چې اشرف غني د امريکا له لوري ورته ټاکل شوی ضرب الاجل ته تسليم شوی دی او کېدی شي د یوه موقت حکومت سره توافق وکړي‌.

د امريکا حکومت په اشرف غني باندې نهايي فشار اچولی دی ترڅو موقت حکومت ومني، څه موده وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکېن اشرف غني ته يوه ليک استولی و په کوم چې د هغه څخه غوښتل شوي و چې د سولې په روانو خبرو کې يانې د امريکا د وړانديز شوي چوکاټ په داخل کې په پوره همکاري وکړي او که چېرته همکاري ونکړي کورنۍ اجماع رامنځته نکړي نو کېدی شي د نجيب د وخت پېښې تکرار شي.

Comments are closed.