The news is by your side.

عمران خان: هند ته احتیاج لاس اوږد کړی

خبریال ویبپاڼه/ که څه هم هند هیڅکله پر پاکستان باور نه دی کړی او پاکستان ورسره تل د یوه بد ګاونډي لوبه کړې خو په دې وروستیو کې پاکستان ځان مخم د زوال پر لور وینې ځکه نو هرچاته د احتیاج ځولۍ غوړوي.

د پاکستان لومړي وزیر عمرانخان په خپلو تازه څرګندونې کې ویلي چې موږ له هند سره نور سوله ییزې اړیکي غواړي او له دې به دوی همدا هڅه وکړي.

عمران خان ویلي تر اوس وړاندې چې کله هند او پاکستان دواړو سوله ییزې اړیکې درلودې نو له دې موقع څخه په کار اخستنه دواړو هېواودونه په اټومي وسلو سمبال سول ځکه نو له دې وروسته هم اړتیا ده چې یوځل بیا یو د بل په وړاندې له پاروونکو اقداماتو  لاس واخلي.

هغه ویلي چې پاکستاان او هند باید د پخوانیو لاس ته راوړنو په موخه باید په خپلو منځو نو کې اړیکي پیاوړي کړي ترڅو په لکه دواړو چې پخوا پرمختګ کړی اوس یې هم وکړي.

پاکستان په دې وروستیو کې ځان مخ پر زوال وینې او غواړي چې له کمزورۍ څخه د ځان ر ایستلو په خاطر ټولو ته د دوستۍ لاس وغځوي او یو ځل بیرته ځان جوړ کړي.

پاکستان رښتینی دی؟

که څه هم په دې وروستیو کې پاکستان له زیاتو اقتصادي او سیاسي ستونزو سره لاس او ګریوان دی او کوښښ کوي چې په سیمه ییزه توګه ځان د یوه ښه هېواد په توګه ثابت کړي او د هېوادونو سره د اړیکو سمولو لړۍ له ګاونډیانو پیل کړي خو داسې پریښي چې اوس مهال پر دې دوه مخې هېواد په نړیواله کچه او خپل هیڅ ګاونډی باور نلري، ځکه پاکستان په ځلونو ځله دا ثابته کړې چې یوه ښه ګاونډی او هېواد نه دی پاتي هغه په خپله خاوره کې ترهه ګرو ډلو ته په ځای ورکول لاهم ځان خونړی کړی.

که څه هم عمرانخان پر هند د دوستۍ او ښو اړیکو جوړولو ږغ کړی خو فکر نکیږي چې هند دي د پاکستان دغه وړاندیز دومره په اساني ومني هند تل پاکستان تورن کړی چې ورسره پر سرحد او نورو چارو کې ستونزې رامنځ ته کوي او د دواړو هېوادونو د خرابو اړیکو لامل د پاکستان ناسمه پالیسي او دوه مخی سیاست دی

Comments are closed.