The news is by your side.

ولسي جرګه: حکومت دې د سرپرستۍ دود نور ختم کړي

  • خبریال وېبپاڼه / ولسي جرګې یو ځل بیا پر حکومت غږ کړی چې په دولتي ادارو کې دې د سرپرستۍ دود ختم کړي او نور د سرپرستانو لخوا د چارو دوام ورته د منلو وړ نه دی.
    د ولسي جرګې غړو په نننۍ غونډه کې ویلي چې د سرپرستانو د کار دوام د فساد د پراختیا او د چارو د خنډ او ځنډ لامل ګرځي، چې نور د منلو وړ نه دی.
    دوی یو ځل بیا له ولسمشر غني غوښتي چې د کابینې غړي دې د باور رایې اخیستو لپاره ورمعرفي کړي او په دې توګه دې په اداراتو کې د سرپرستۍ دود ختم کړي، تر څو فساد ختم او خدمات عادي شي.
    د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني ویلي چې د سرپرستانو د کار دوام د فساد د پراختیا او کمکارۍ سبب کېږي او باید ژر تر ژره د دغې ستونزې مخه ونیول شي.
    هغه همدا راز وویل چې د سرپرستانو د کار دوام له قانون سره هم په ټکر کې عمل دی او افغان حکومت باید دې مسئلې ته متوجه وي ځکه ددغه کسانو کار او پرېکړې غیر قانوني دي.
    ولسي جرګه داسې مهال د سرپرستۍ د ختمولو غوښتنه کوي چې همدا اوس هم د کابینې ګڼ غړي سرپرستان دي. له دې ډلې د کورنیو چارو، پوهنې، عامې روغتیا، کلیو پراختیا او بیارغونې وزیران او د افغانستان بانک رییس سرپرستان دي.
    له دې ډلې ځینو یې له ولسي جرګې د باور رایه نه ده اخیستې او ځینې یې تر اوسه ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره نه دي ورمعرفي شوي، چې یو ځل بیا یې د ولسي جرګې غوسه پارولې ده.
    د شنونکو په باور، سرپرستان کاري صلاحیتونه نه لري او دا د دې لامل ګرځي چې چارې له خنډ او ځنډ سره مخ شي، ځکه کله چې د یوې ادارې اوله درجه مسوول صلاحیت ونه لري، حتمن د خلکو کارونه ځنډېږي.
    بل خوا بیا ځینې د نظر خاوندان ارګ د واک په انحصار تورنوي او وايي چې ارګ مېشتو د واک د ځانته کولو په خاطر یو شمېر مهم وزارتونه سرپرستانو ته سپارلي او دغې
  • جرګې ته یې د باور رایې د اخیستو لپاره نه ور معرفي کوی.
  • چين افغانستان کې د امريکايي ځواکونو اړوند خپل دریځ بیان کړ
  • که طالبانو پر غزني برید وکړ، د سولې پروسه لغوه کوم
  • که طالبانو پر غزني برید وکړ، د سولې پروسه لغوه کوم

Comments are closed.

koi finance