The news is by your side.

جګړې څلور میلیونه افغانان د پولۍ ټک ته کېنولي

خبریال وېبپاڼه/ د بښنې نړۍوال سازمان وايي، څلور میلیونه افغانان له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته جدي اړتیا لري.
یاد سازمان په هرات، کابل او ننګرهار کې د جګړې له امله له داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره مرکې کړې دي او دا یې جوته کړې ده ، چې د کډوالو هر کمپ کې تر زرو زیاتې کورنۍ له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي.
دغه سازمان خواړه، اوبه او د سرپناه ځای نشتون د داخلي بې ځایه شویو کورنیو جدي اړتیاوې بللې دي او ویلي یې دي چې د دغو کورنیو ډېره برخه د جګړو له امله بې ځایه شوې دي.
د بښنې نړۍوالې ادارې پر افغان حکومت او مرستندویه ادارو غږ کړی چې ژر تر ژره داخلي بې خایه شویو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ورسوي، تر څو حداقل څه ناڅه غم یې خوړل شوی وي.
په ورته وخت کې بیا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې تېر کال یې شاوخوا یو لک او شپاړس زره داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته کړې ده.
دوی وايي، په پیل کې له هغوی کورنیو سره مرسته کوي، چې تازه بې ځایه شوې وي او د خوارک، اوسېدو او پوښاک هیڅ شی ونه لري.
یاد وزارت زیاتوي چې تېر کال د وسله والو طالبانو د جګړو له کبله شاوخوا نیم میلیونه کسانو خپلې سیمې پرېښې دي او نورو سیمو ته یې کډه کړې ده.
د سرچینې په خبره، کندهار، فراه، نیمروز، هلمند او ارزګان هغه ولایتونه دي چې تر ټولو زیاتې کورنۍ پکې بې ځایه شوې دي او اوس په سخت وضعیت کې ژوند کوي.
که څه هم د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې تېر کال یې له لسګونه زره کورنیو سره مرسته کړې ده، خو یو شمېر مستحقې کورنۍ بیا دا نیوکه کوي چې د اړوندو ادارو لخوا د مرستو په وېش کې شفافیت په نظر کې نه نیول کېږي.
سیداغا، چې د کندهار له ارغنداب ولسوالۍ ښار ته را کډه شوی، وايي:(( بې ځایه شویو کورنیو ته د مرستو په وېش کې درغلي کېږي، زه تازه را بې ځایه شوی یم، مګر تر اوسه چا هیڅ مرسته نه ده راسره کړې، خو موسسې او دولتی ادارې بیا داسې کسانو سره وار وار مرسته کړې، چې ځای پر ځای اوسي او هیڅ بې ځایه سوي نه دي.))
د جګړو او ناامنیو له کبله هر کال د هېواد سلګونه زره کورنۍ خپلې سیمې پرېږي، خو سږ کال دغه شمېره تر نورو کلونو پورته ده او د سولې خبرو سره همماله جګړو هم شدت اخیستی دی.

راپور: هادي مخلص

Comments are closed.

koi finance