The news is by your side.

مولانا: پاکستان کې د شرابو تولید اسلام سره هیڅ ټکر نه لري

سره له دې چې پاکستان یو اسلامي هېواد دی او علما یې د نړۍ په دیني او مذهبي مسایلو کې مداخله کوي، په دغه هېواد کې د شرابو دویمه کارخانه فعاله شوې او پاکستاني علما دغه کار له اسلام سره په ټکر کې نه بولي.
څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت د چينايانو د شرابو جوړولو يوې فابريکې ته جواز ورکړی دی او په حب يمه کې يې کار پيل کړی دی.
دا اوس په دغه سيمه کې د شرابو دويمه لويه فابريکه ده چې کار پيلوي او پاکستانيانو ورياده کړې ده چې جوړ شوي شراب به له پاکستانه د باندې نه خرڅوي.
د کوسټل بریوري اینډ ډسټلري لميټیډ په نامه د شرابو دغې فابريکې ته تېر کال د پاکستان اسلامي جمهوريت په خپله خاوره کې د کار جواز ورکړی و او اوس يې د بېرو جوړول پيل کړي دي.
د پاکستان د بلوچستان ايالت د ګمرکونو رييس محمد زمان خان وايي، چينايانو د دغې فابريکې په جوړولو، په پاکستان کې درې ميليارډه پاکستانۍ کلدارې پانګونه کړې ده.
دی وايي، اوس دغه فابريکه يوازې بير جوړوي، خو لږ وروسته به د شرابو نور ډولونه هم جوړول پيل کړي او که د پاکستان حکومت ورڅخه خوشحاله شو، د باندې هېوادو ته به يې هم صادرات پيل شي.
پاکستاني علماوو نه یوازې د شرابو د دویمې کارخانې د فعالیت له پيل سره مخالفت ونه ښود، بلکې ویلي يې دي چې دغه کار له اسلام سره هیڅ ټکر نه لري.
که څه هم د شرابو د دې کارخانې په اړه زیاتې اندېښنې او د مذهبي وګړو د نیوکو غږ پورته شو، مګر تېره شپه د پاکستان د دیني عالمانو شورا په دې اړه ناسته کړې او چندان مخالفت یې نه دی ښوولی .
په یاده ناسته کې مولانا فضل الرحمن ویلي، چې پاکستان کې د چینایانو لخوا د شرابو تولید د اسلام خلاف عمل نه دی او زموږ عقیدې ته زیان نه لري، ځکه خو په خبره یې، ازاد بازار دی او خلک دې یې کاروبار کوي.
پکار خو دا وه چې پاکستاني علماوو د دغه کار مخالف کړی وای، خو د شرابو د یادې فابریکې په اړه دا ډول پڅ دریڅ د دوی په ناپاکه عقیده هم شک په یقین بدلوي.

Comments are closed.