The news is by your side.

د افغان کرکټرانو پرمختګ او پاکستانیانو زوال

خبریایل ویبپاڼه/ د کرکټ نړیوالې شورا د کرکټ نوې درجه بندي اعلان کړې او داسې مالومیږي چې افغان کرکټ لوبغاړو پکښي زیات پرمخت کړی خو په دې لیست کې پاکستانی لوبغاړی نسته.

د کرکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي په خپله نوې درجه بندي کې د شل اوریزه لوبو  د الراونډرانو درجه بندي محمد نبي لومړی او بنګلدیشی شکیب الحسن دویم مقام کې راوستلی همدارانګه د شل اوریزه لوبو په لس غوره لوبغاړو کې هیڅ پاکستانی لوبغاړي ته کوم مقام نه دی ورکول سوی.

په ورته وخت کې د محمد نبي ترڅنګ راشد خان او مجیب الرحمن هغه لوبغاړي چې په دې لیست کې يې مقامونه ګټلي راشد خان ارمان د شل اوریزه لوبو د غوره توب اچوونکې په حیث دویم او مجیب بیا په دې لیست کې پنځیم ځای لري د دې لیست په لومړي مقام کې د سهیلي افریقا لوبغاړی تبریزشمسي دی.

همدارنګه د ۵۰ اوریزه یا یو ورځنیو لوبو په نوملړ کې د توپ اچوونکو دویم مقام کې بیرته مجیب الرحمان راغلی او لومړی مقام د نیوزیلنډ هېواد بولټ ته رسیدلی.

د یو ورځینو لوبو د الراونډرانو په نوملړ کې شکیب الحسن لومړی، بن سټکس دویم او افغان لوبغاړي محمد نبي دریم مقام ګټلی په دې لیست کې بیا یوازي یو پاکستاني لوبغاړي عما وسیم پنځم مقام پیدا کړی.

د کرکټ برخه د نړۍ په کچه افغان لوبغاړو افسانوي کړې او په ډیر لږ وخت يې د نړۍ په کچه پرمختګونه کړي او نړۍ ته یې داسې لوبغاړي وړاندي کړي چې کرکټ پرې ښایسته دی، افغان لوبغاړي دا مهال د خپل ښه نوم په درلودلو سره د کرکټ په بیلابیلو غوره لیګونو کې د افغانستان په استازولي ښه لوبې ترسره کوي.

د افغان کرکټ ځوانه لوبډله چې دا مهال په یوه ښه پوزیشن کې کرار لري خپلې سیالې لوبډلې يې شاته کړې او په دې وروستیو کې يې د زمبابوې هېواد څخه د لوبو لړۍ په ګټلو سره نور پرمختګ هم کړی.

په عمومي  ډول سره د افغانستان په دې ناخوښه ماحول کې یوازي همدا کرکټ او ورزش دی چې افغانانو ته خوښي او خوشحالي راوړي هغوی خپلو لوبغاړو ته ملي اتلان وایي او تل په نړیوالو ډګرونو کې پرې ویاړ کوي.

Comments are closed.