تازه خبر؛ د دوو هېوادونو ترمنځ جنګ د څو شېبو خبره ده
خبريال وېبپاڼه- په اروپا کې د اوکراين او روسيې اړيکې د پخوا څخه خرابې وې خو په دې وروستيو کې حالت دومره خواب شوي دی چې نور نو ددواړو هېوادونو ترمنځ جګړه د څو ورځو مسله ده.
روسیه د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو کلک ملاتړ کوي او اوکراين دا د خپل ملي حاکمیت او خپل هیواد د ځمکنۍ بشپړتيا لپاره ګواښ بولي.
تر دې څو کاله وړاندې هم د اوکراين په ختيځ کې ددې هېواد د حکومت او د روسیې له عملي ملاتړ څخه برخمنو جدائی غوښتونکو ترمنځ سختې جګړې وشوې چې اوکراین یې نور يوه جنګي هېواد او د سختې ناکرارۍ سره مخ کړ.
تر هغه وروسته روسیې د کریمیا جزيره هم د يوې ټول پوښتنې وروسته په ځان پورې ونښلوله، کریمیا چې د اوکراین د حکومت ترواک لاندې ددوی رسمی خاوره او برخه وه اوس د روسیې په کنترول کې ده، د نړۍ هېڅ هېواد دا سیمه په رسمي ډول د روسیې د نقشې يوه برخه نه مني.
د بل لوري اوس تازه بيا ددې هېواد په ختيځ کې د دونباس په سيمه کې بېلتون غوښتونکي را پارېدلي دي، روسیه ددې بیلتون غوښتونکو کلک ملاتړ کوي.
د اوکراين هېواد ددې حرکت په وړاندې نظامي تياري نيولې ده، ددې هېواد لوی درستیز اعلان کړی چې د دونباس په سيمه کې موجود ټول ياغيان به تباه کوي او دا سيمه به پاکوي، د اوکراين پارلمان هغه طرحه هم ومنله چې د اړتیا په صورت کې د خلکو څخه هم په پوځ کې د برخې اخیستلو غوښتنه کولي شي.
د بل لوري بيا روسيه ددغه بېلتون پالو سخت ملاتړ کوي او څو ورځې کېږي چې د اوکراين سرحد ته یې سلګونه جنګي طيارې، پانګونه انتقال کړي دي او د یوه بشپړ جنګ تيار نيسي.
د امريکا متحده ايالاتو هم اعلان کړی دی چې د روسیې او اوکراین د احتمالي جګړې په صورت کې به د اوکراين کامل او پوره ملاتړ کوي.
Comments are closed.