The news is by your side.

طالبانو له خبریالانو سره ښکاره دښمني پيل کړې

خبریال وېبپاڼه/ د بشري حقونو د څار ډله وايي، چې وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې په ښکاره توګه له خبریالانو او د ښځو په ګډون د رسنیو له کارکوونکو سره دښمني پیل کړې او په ډېره بې رحمانه توګه یې په نښه کوي.

دغې ډلې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې چې په دوحه کې د سولې خبرو له پیل سره هم مهاله د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی او دې چارې د تلپاتې او عادلانه سولې په برخه کې د دوی اندېښنې لا ډېرې کړې دي.
یاد بنسټ ویلي، د دوی څېړنې ښیي چې طالبانو تر خپل نفوذ لاندې سیمو او ښارونو کې خبریالانو ته بېلابېل ګواښونه کړي دي او دا چاره د دې لامل شوې ده چې یو شمېر خبریالان له هېواده تېښتي او یو شمېر نور د خپلو دندو پرېښودو ته اړ شي.
د اسیا لپاره د بشري حقونو د څار ډلې مسوولې پاتریشیا ګوسمن ویلي چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي دا څپه په داسې حال کې پیل شوې ده چې ښکېل اړخونه د سولې لپاره پر خبرو اترو بوخت دي.
طالبانو که څه هم تازه په دې اړه څه نه دي ویلي خو مخکې تر دې یې د خبریالانو، علماوو او مدني ټولنې د فعالینو په وژنه کې لاس لرل رد کړي دي او دا کار یې د حکومت دننه د یوې کړۍ بللی دی.
حکومت بیا د دغه کار عاملین طالبان بولي او ویلي يې دي چې د ټولو اصولو خلاف یې د خبریالانو او مدني فعالانو په وړاندې جګړې پيل کړې ده.
دغه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې ټاکل شوې ده، نږدې راتلونکې کې د سولې په تړاو ترکیه کې غونډه جوړه شي، چې د سولې او جګړې د برخلیک په اړه به مهمې پرېکړې پکې وشي.
دا چې یاده غونډه به تر کومه حده د افغان جګړې د پای لامل شي، مالومه نه ده، خو رښتیا دا دي چې امریکا نور له افغان جګړې په تنګ ده او په هر ډول چې وي، غواړي پای ته یې ورسوي، ځکه خویې نوې طرحه هم د همدې لپاره جوړه کړې ده.

راپور: هادي مخلص د

Comments are closed.