The news is by your side.

د سولې لپاره د حکمتیار په طرحه کې په کومو ټکو ټینګار شوی؟

خبريال وېبپاڼه- وروسته له هغه چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کومه پايله ورنکړه او د مياشتو مياشتو خبرو وروسته بيا هم دوی صرف په اجنډا سره سلا نشول نو د امريکا حکومت دا ځل پخپل نوښت يوه طرحه ټولو لوريو ته وسپارله او په دې طرحه کې یې د يوه انتقالي موقت حکومت غوښتنه وکړه.

په دې حساب باندې امريکا د طرحو کار پيل کړ، وروسته بيا دا خبر هم خپور شو چې د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني هم یوه طرحه لري، د غني د طرحې په اساس که چېرې طالبان ټاکنې ومني نو شپږ میاشتې وروسته به حکومت ټاکنې ترسره کړي دا هم ورسره ويل کېدل چې په دې ټاکنو کې به ولسمشر او مرستیالان يې نوماندان نه وي.

خو د طالبانو لخوا د غني طرحه مخکې له دې چې په رسمي ډول وړاندې شي رد شوه، طالبانو وويل چې په افغانستان کې ازمويل شوې لارې بيا نه ازمايي په دې لارو باندې دوی باور نلري او نه غواړي بيا وخت ورباندې ضايع کړي.

په دې تعقيب باندې اوس د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار هم خپله طرحه مخکې کړې ده، ګلبدين حکمتيار چې نن په کابل کې خبرې کولې وويل چې ددوی د طرحې په اساس بايد يو داسې موقت حکومت جوړ سي چې په لنډ وخت ټاکنې ترسره کړي او ورسره به د امريکايي ځواکونو وتل حتمي وي.

د حکمتیار په طرحه کې د اوربند کوم ټکی نه ليدل کېږي، افغان حکومت او ان امريکا هڅه کوي چې په طالبانو اوربند ومني او په خپلو طرحو کې اوربند لري خو حکمتیار بيا په خپله طرحه کې د کوم اوربند څخه يادونه نه ده کړې.

حکمتیار ددې طرحې په هکله د خبرو په مهال وويل چې د افغانستان د ملي پخلاينې عالي شورا په خپله کوم پلان کومه طرحه نه لري نو له همدې کبله د افغانستان ډېري سياسیون اوس پخپله د طرحو په جوړلو بوخت دي.

حکمتیار زياته کړه چې د ټولو طرحو څخه بايد يوه داسې طرحه را وایستل شي چې د ټولو لوريو توافق ورباندې حاصل وي، دی وايي دا طرحه بيا بايد د استانبول کې په مهمه غونډه وړاندې شي.

Comments are closed.