روسیه؛ د شل کلنو مرستو وروسته افغان حکومت ځان نشي ساتلی

خبريال وېبپاڼه- د روسیې د بهرنیو چارو د وزرات ویاندې په افغان حکومت باندې توندې نیوکې کړې دي.

ماریا زاخاراو وايی چې د افغانستان حکومت سره امريکا شل کېږي مرستې کوي خو بيا هم دا حکومت په ځان نه بسيا کېږي، ماريا چې د روسیې د تاس خبري اژانس سره یې خبرې کولې وويل چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د نه وتلو او وتلو د ځنډېدو سبب د افغانستان حکومت دی ځکه د شل کلنې پرلپسې مرستې وروسته اوس هم په ځان نه دي بسيا.

ماریا پخپلو خبرو کې زياته کړه چې شل کاله امريکايي ځواکونو د افغان حکومت پوځي، مالي او تخنيکي مرسته وکړه، خو اوس هم امريکايي ځواکونه د افغانستان د وتلو څخه ځکه په وېره کې دي چې دوی په باندې باور نلري چې د افغانستان څخه د وتلو وروسته به افغان حکومت خپل ځان وساتلی شي.

تېر کال د امريکا متحده ايالاتو د طالبانو سره تړون وکړ چې په بنسټ به یې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه په ۱۴ مياشتو کې وزي، خو اوس ددې هېواد نوی ولسمشر جوبایډن وايي چې د طالبانو او ددې هېواد د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ لاسليک شوې توافقنامه بيا ارزوي.

امريکا کې ددې هېواد په مشرانو باندې فشار زيات دی ترڅو د افغانستان څخه خپل ځواکونه مخکې له دې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ يوه روغه جوړه نه وي شوې راونه وځي، ځکه دا به د يوې خوا په افغانستان کې يوه بله خونړۍ جګړه پيل کړي د بلې خوا به د افغانستان د حکومت دورې ته هم د پای ټکی کېږدي.

د افغانانو ترمنځ خبرې ډېر وخت کېژي چې شروع شوې دي خو د مياشتو مياشتو په تېرېدو سره هم دواړه لوري تراوسه د خبرو د اجنډا په ټاکلو باندې هم نه دي بريالي شوي.

تمه ده څو ورځې وروسته د ترکیې په اسټانبول کې يوه لويه بين الافغاني غونډه ترسره شي چې پکې به د افغان حکومت مشران او د طالبانو مشران ګډون وکړي، امريکا او نړيوال تمه لري چې بلاخره په دې غونډه کې به د افغانستان د مسلې د حل په هکله يوه نهايي پرېکړه وشي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More