The news is by your side.

د ګمرکونو ۵۰ سلنه غواید غلا کیږي

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست خالد پایند وايي چې په کمرکونو هغه عواید چې په لاس راځي شخصي جیبونو ته ځي او ورکیږي خو د دولت غویدو ته نه ځي.

خالد پاینده په خپلو تازه څرګندونوې کویلي چې ۵۰ سلنه عواید پر مخ ورکیږي او کوم توکي چې افغانستان ته واردیږي اصلي نه دي بلکي دوی داسې اسناد موندلي چې د اصلي جنس پر ځای هېواد ته ناقانونه مواد هېواد ته واردیږي

محمد خالد پاینده وویل چې د دې ناقانونه مواد راوړلو برخه کې یوازي د ګمرکونو چارواکي او د خصوصي سکتور مسؤلین ملامت دي.

خالد پاینده د دې ستونزو د هواري لپاره د ګمرکونو پرعصري کیدلو ټینګار وکړ او ويې ویل چې ګمرکونه به د دې ستونزو د حل په موخه په جیټلي ترازوګانو، سکن ماشینونو او امنیتي کمامرو سمبال او بیار غونې ته به یې پاملرنه وسي.

تر اوسه مالیې وزارت د ګمرکونو څخه ۲۱۷ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي او په وینا کې يې چې د ګمرکونو اصلاحات میلیونو ډالرو ته اړتیا لري چې دوی يې باید ولري.

د افغانستان د ګمرکونو عواید که په مجموعي توګه ټوله ټول او د دولت خزانې ته  ولاړ سي نو لیري نه ده چې افغانستان به مخ پر وده هېواد وو. خو اوس په ګمرکونو او نور اداراتو کې فساد د دې لامل سوی چې هېواد ته پوره مالیات ونه رسیږي او له همدې کبله اوس په ټولو ګمرکونو کې د فساد راپورونه ورکول کیږي.

څه موده وړاندې د هرات د اسلام کلا ګمرک او بیا فرا کې یوه ګمرک کې د اور لګېدنې امله سلګونه موټرونه چې له مالونو ډک وو، وسوځېدل او له دې لارې افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر سخت مالي  زیان واوښت هغه مهال هم سوداګرو او شننونکو د داسې ستونزو د مخ نیوي لپاره د ګمرکونو پر عصري جوړولو ټینګار کړی وو.

افغان دولت د فساد پر وړاندې  د مبارزې په برخه کې د جدیت خبره کوي خو تراوسه پوري لاهم په هیڅ برخه هغه څه چې اړتیا ده څه نه دي سوي خو په دې وروستیو کې د ګمرکونو په برخه کې د مالیې وزارت خبر ورکړی چې اصلاحات به راوړلي اوچا ته به اجازه ورنکړي فساد وکړي

Comments are closed.