The news is by your side.

داوړ: له پښتونخوا څخه دي د خیبر نوم لیري سي

خبریال ویبپاڼه/ د پښتون ژغورنې غورڅنګ مخکښ مسر او د پاکستان مرکژي پارلمان غړي یو نوې  مسوده پارلمان ته وړاندې کړې چې له مخې  به يې د خیبر پښتونخوا نوم  یوازي پښتون خوا سي تراوسه پارلمان په دې هکله څه نه دي ویلي.

داوړ ټینګار کړی چې  خیبر پښتونخوا د پښتون قام خاوره ده او تر دې وړاندې صوبايي اسمبلۍ دوه ځله د پښتونخوا نوم قراردادونه منظو کړي له همدې امله د پښتونو پر دغه خاوره باید یوازي د پښتونخوا نو کښېښودل سی.

د پښتون ژغورنې دې مخکښ غړي په خپله مسوده کې ویلي وو، چې څه وخت وړاندې د خیبر پښتونخوا نوم له صوبه سرحده خیبر پښتون خوا او اوس باید له خیبر پښتخوا یوازي پښتونخوا ته واوړي هغه ویلي د دې پرځای چې اوس هم دې صوبې ته خیبر پښتونخوا وویل سي ورته کي پي کي ویل کیږي او اخستل کیږي.

په دې مسوده کې ټینګار سوی چې د خیبر پښتونخوا نوم دي یوازي پښتونخوا سي ترڅو هرڅوک خپل خپل نوم ولیکي او همدا نوم د صوبې پيژندګلوي پاتي.

تراوسه پوري پاکستاني دولت د دې مسودې په هکله هیڅ مخالفت نه دی څرګند کړی او دا مسوده کاري کمېټې ته لیږل سوي ده

د پښتون ژغورنې غورځنګ په رامنځ ته کیدلو سره پښتانه په کراره د یوې سترې خپلواکۍ لور ته روان دي اولیري نه ده چې د دې غورځنګ په مټ به خپله خپلواکي اعلان کړي  د داوړ دا ګام او یو شمېر نور ګامونه د پښتنو د یوالي او را ويښولو لپاره لوی سمبولونه کیدلای سي.

کله چې د پښتون وطن یوازي د پښتون په نوم یاد سو، همدا وګړي ټول د لوی افغانستان چغې وهي او له دې مبارزو سره سره به یوه ورځ لوی افغانستان هم رامنځ ته سي.

د پښتون ژغورنې  غورځنګ تر راتګ مخ کې د پاکستاني استبدادي ریاست له لوري که هرڅومره ظلمونه هلته په خپله خاوره کې پر پښتنو کیدلو هیچا له ډاره خپل ږغ نسو اوچتولی خو دا چې اوس دا غورځنګ راپورته سوی نو د هر واړه او لوی ظلم په وړاندې پاکستانه د ظالم پاکستان مخ کې پاڅیدلي سوله ییز  لاریونونه يې کړي او د خپلو حقوقو پوستنه او غوښتنه يې کړې ده

Comments are closed.

koi finance