The news is by your side.

ښه خبر! طالبان یوځل بیا اوربند ته تیار شول

خبریال وېبپاڼهطالب مشرانو ومنله چې طالبان به د راتلونکي کوچنياختر درې ورځې به اوربند او تر هغه وروسته به تر لوی اختره پوري مکمل اورکم وي.‌

طالب سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې دا پرېکړه به د تکرکیې په کانفرانس کې رسمآ اعلان کړي.

د ترکیې کانفرانس چې د اپریل میاشتې په وروستیو کې را بلل شوی دی پر اجنډا یې له وړاندي له طالب مشرانو سره د امریکا؛ ترکیې؛ قطر او پاکستان چارواکو خبرې کړي دي.

طالب سرچینې وايي چې تر دم ګړیه د ترکیې کانفرانس لپاره پر ۴ مهمو ټکو خبرې شوي دي .‌

طالبان به اوربند او اورکم ته غاړه ږدي او په مقابل کې به یې افغان حکومت د طالبانو پاتې نور زندانیان خوشي کوي.

د بین الفغاني خبروو دوام به په دوحه کې کېږي او د استنبول کانفرانس کې به افغان حکومت او طالبان یو بل ته ژمنې ورکوي او ځیني هیوادونه به د همدغو ژمنو ملاتړ او تعقیب کوي چې ښايي د ذمه واري بڼه ولري.

طالب سرچینې وايي‌ امریکايي چارواکو په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د پاتې کېدو د مودې د غځولو غوښتنه کړې ده؛ چې ښايي دروان کال تر سپټمبر پوري‌ یې مدتت وغځول شي.

د خبریال وېبپاڼې سرچینې وايي چې بره یادې شوې موضوعګانې به د ترکیې د غونډې په اعلامیه کې شاملې وي.

خبریال وېبپاڼې ته لوړرتبه طالب سرچینو وویل چې که څه هم د افغان لوري سره په دوحه کې مذاکراتي سلسله پرېشوې ده خو تر ډېره بریده امریکايي پوځي  چارواکي؛ د امریکا د مذاکراتو ډله؛ ملګريملتونه؛ ترکیه او ځیني نور هیوادونه له پاکستان او طالبانو سره دافغانستان پر سوله په خبرو بوخت دی.

طالب مشرانو په تېره یوه اونۍ کې په افغانستان کې د امریکايي پوځ له قوماندان جنرال میلر او همداراز ترکي چارواکو؛ قطري کوربنو؛ پاکستاني‌استخباراتو؛ د ملګرو ملتونو له استازو او زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.

طالبان به د امريکا نوی فرمایش ومني؟

طالبان د خپل یوه شديد دريځ څخه تېر شول

طالبان هم د منځګړي مخالفت کوي هم ورته لاره جوړوي

Comments are closed.

koi finance