The news is by your side.

ترکیې غونډه کې ګل بدین طالب کیږي

خبریال ویبپاڼه/ د ماسکو له غونډې ګل بدین خوشحاله تللی اوهیله یې څرګنده کړې چې د ترکیې غونډه کې د دوی او  طالبانو دریځ یو و اوسي ګلبدین نن په خیال پلوه ډول سره ویلي چې ترکیه کې به د دوی او طالبانو نظریه یوه وي خوڅنګه؟

تیره ورځ د اسلامي حزب مشر ګل بدین په  کابل او ولایتونو کې د پراخو لاریونونو او وسلوالو کسانو د غونډو خبرتیا ورکړه چې نن لاریونونه پیل او ګلبدین په خپله وینا کې وویل چې د ماسکو  کنفرانس کې يې له طالب مشرانو سره لیدلي او څومره چې تمه وه تر هغه زیات يې  څه لاس ته راوړي.

ګلبدین وویل چې د ترکیې کنفرانس راتلوونکی دی او په دې هیله چې د دوی او طالبانو دریځ یوه او غوښتنې په یوه محور وڅرخي د ده په  وینا د هغې شیبې انتظار کوي چې بهرني ځواکونه وتلي وي، سوله ټینګه او دا دولت ټولوته د منلو په یو دولت بدل سوی وي.

ګلبدین ځان او که طالبان ځان پسې

پوښتنه داده چې تیره ورځ ګلبدین له افغان دولته ګیله کوله چې له ده سره یې د ترسره سوې هوکړې هیڅ مادې نه دي منلې خو نن ځان بل ډول بولي هغه ویلي چې هیله يې ده د ترکیې کنفرانس کې د دوی او طالبانو غوښتنې یو رقم وي؟

تراوسه پوري طالبانو د ګل بدین په حق هیڅ هم نه دي ویلي نو ځکه مالومیږي چې ګل بدین به ځان طالبان ته نژدې کوي او کومې غوښتنې چې د طالبانو خوښي دي دی به یې هم خوښوي لامل يې همدا کیدلای سي چې د نوموړي غوښتنې او تړون ته افغان دولت هیڅ اهمیت ورنکړ، ځکه نو یې نن یو ځل بیا په لاریونونو پيل وکړ هغه تر دې وړاندې ویلي وو، چې دولت يې غوښتنې نه مني ځکه نو  ارګ محاصره کوي خو څه وخت وروسته له دې پریکړې په شا او وېې ویل د کابل دروازې تړي.

که څه لاریونونه د سیاسي لاس ته راوړنو لپاره د هرچا حق دی خو په کابل او ولایتونو کې داسې لاریونونه زیان یوازي د ټولنې غریب قشر ته اړوي ځکه هغوی د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو لپاره ښارته وزي او ښار کې د ګل بدین لاریون وي  نو بیا به څنګه ډوډۍ پیدا کړي

Comments are closed.